ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۳۵۰ نوي سیاحتي شرکتونه جوړ شوي

افغانستان کې په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۳۵۰ نوي سیاحتي شرکتونه جوړ شوي

author avatar
1 Sep 2022 - 12:49
افغانستان کې په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۳۵۰ نوي سیاحتي شرکتونه جوړ شوي
author avatar
1 Sep 2022 - 12:49

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۱): افغانستان کې په تېرو ۱۲ میاشتو کې شاوخوا۳۵۰ نویو سیاحتي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي او له دې سره په ټول‌ هېواد کې د ثبت شويو سیاحتي شرکتونو شمېر ۱۵۰۰ ته رسېدلی دی.

هغه کسان چې نوي سیاحتي شرکتونه یې جوړ کړي وایي، ځکه یې دغه کار ته مخه کړې چې بهرنیو هېوادنو او په تېره ایران او پاکستان ته د خلکو تګ زیات شوی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان‌ټور ریاست د بازارموندنې مرستیال نورمحمد حسن‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۵۰۰ سیاحتي شرکتونه فعالیت لري چې ۲۵۰ یې په کابل او پاتې نور ۱۲۵۰ یې په ولایتونو کې دي.

ده وویل چې تېر کال د زمري میاشتې په ۲۴مه، په هېواد کې تر سیاسي بدلون وروسته دغه ریاست په کابل او ولایتونو کې شاوخوا ۳۵۰ نویو سیاحتي شرکتونو ته جوازونه ورکړي او د شاوخوا ۱۵۰ پخوانیو شرکتونو جوازونه یې تمدید کړي دي.

هغه وایي، په تېرو شاوخوا ۱۲ میاشتو کې تر شلو سیاحتي شرکتونو د خپلو جوازونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې او موضوع یې د مالیاتي تصفیې په موخه مالیې وزارت ته راجع شوې ده.

د نوموړي په وینا، دغه ریاست شاوخوا هغو ۲۰۰ سیاحتي شرکتونو ته اخطاریې ورکړې چې د جوازونو موده یې پای ته رسېدلې، خو تر اوسه یې خپل جوازونه نه دي نوي کړي.

هغه له یادو شرکتونو وغوښتل چې خپل جوازونه تمدید کړي.

د حسن‌خېل په وینا، سیاحتي شرکتونه بېلابېلو هېوادونو ته د ویزو اخېستو، د کورنیو او بهرنیو سفرونو لپاره د الوتکو د ټکټونو پلورل او بهرنیو مسافرو ته د سیاحت د خدماتو او استوګنې د ځای برابرولو په برخو کې کار کوي.

دی وایي، پخوا به سیاحتي شرکتونو ته یو کلن جواز ورکول کېده او د جواز اخیستلو پر مهال به ترې ۲۰زره افغانۍ او د تمدید لپاره به ترې لس زره افغانۍ اخېستل کېدې، خو اوس دغه جوازونه د درېیو کلنو لپاره  د ۶۰زرو افغانیو په بدل کې ورکول کېږي او د تمدید لپاره هم ترې ۳۰زره افغانۍ اخیستل کېږي.

ولې د سیاحتي شرکتونو شمېر ډېر شوی؟

په افغانستان کې د سیاحتي شرکتونو شمېر په داسې حال کې ډېر شوی چې امریکایي پوځیانو تېر کال د زمري میاشتې له سیاسي تحول وروسته، له کابل هوایي ډګر څخه د وتلو پرمهال د دغه هوایي ډګر ځیني تاسیسات، الوتکې او چورلکې زیانمنې کړې چې ورسره د یوې مودې لپاره الوتنې هم وځنډول شوې.

د راپورنو له مخې، وروسته دغه تاسیسات د قطر او ترکیې په مرسته ورغول شول او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د روان کال د غبرګولي په ۱۹ مه، اعلان وکړ چې د هېواد ټول هوایي ډګرونه فعال دي او د داخلي الوتنو ترڅنګ په نورمال ډول ترکیې، متحده عرب اماراتو، ایران، پاکستان، ازبکستان، روسيې، سعودي عربستان، قطر او ځینو نورو هېوادونو ته الوتنې ترې کېږي.

ځینې سرچینې وایي، بهرنیو هېوادنو او په تېره ایران او پاکستان ته د کار او تحصیل لپاره د ډېرو افغانانو تګ د دې لامل شوی چې د سیاحتي شرکتونو شمېر زیات شي.

د کابل ښار اوولسمې ناحیې اړوند په قلعه نجارا سیمه کې د افغان ګلوبل سیاحتي شرکت مسوول محب‌الله احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې څو میاشتې مخکې یې دغه شرکت جوړ کړی دی.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د سیاحتي شرکتونو شمېر ډېر شوی؟ وایي، یو لامل یې دا دی چې یو شمېر هغو کسانو دې کار ته مخه کړې چې په دولتي ادارو او نادولتي موسسو کې یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

ده وویل، خلکو ځکه دغه کار ته مخه کړې چې د سیاحتي شرکت جوړول ډېر لګښت ته هم اړتیا نه لري.

د احمدي په وینا، بل لامل یې دا دی چې ډېر شمېر افغانان ایران او پاکستان ته د کار لپاره ځي او ځیني نور بیا غواړي چې د دغو هېوادنو له لارې په قانوني یا هم قاچاقي ډول نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

د راپورونو پر بنسټ، دا مهال شاوخوا پنځه میلیونه افغانان په ایران، څه باندې ۳ میلیون په پاکستان او یو شمېر نور په نورو هېوادونو کې ژوند کوي.

د راپورونو له مخې، په تېرو ۱۲ میاشتو کې د امریکا متحده ایالتونو او ځینو نورو هېوادونو شاوخوا ۱۵۰زره هغه افغانان بهر ته لېږدولي چې مخکې یې په افغانستان کې ورسره کار کاوه.

محب‌الله احمدي وایي، د سیاحتي شرکتونو شمېر په داسې حال کې هېواد کې ډېر شوی چې د پخوا په پرتله کم عاید لري، خو تر بېکارۍ ښه دي او لږ تر لږه د یوې کورنۍ د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کولای شي.

په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې د «المدثر» سیاحتي شرکت مسوول نورآغا حقیار هم وایي، ډېرو دوستانو به یې د ویزو ترلاسه کولو لپاره ترې د مرستې غوښتنه کوله او دی یې وهڅاوه چې درې میاشتې مخکې دغه شرکت جوړ کړي.

هغه چې مخکې یې په یوه دولتي اداره کې کار کاوه، زیاتوي: «زموږ ډېر دوستان په ولایتونو کې دي، د خلکو سره مو راشه او درشه ډېره ده، هره ورځ به خلکو راته زنګونه وهل، د ایران، پاکستان او د نورو هېوادونو د ویزو غوښتنه به یې کوله، بالاخره مې خپله دغه شرکت جوړ کړ، ترڅو هم خپلو خلکو ته خدمت وکړم او هم ځان مصروف کړم.»

حقیار وایي، په هېواد کې د سیاحتي شرکتونو شمېر زیات شوی؛ ځکه چې ډېر خلک بېکاره شوي او یو شمېر یې دې کار ته مخه کړې ده.

د ده په وینا، ډېر کسان ایران، پاکستان او یا هم تاجکستان ته ځي، تر څو هلته یا کار او تحصیل وکړي او یا هم له دې لارو نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

پژواک خبري اژانس له ځینو نورو سیاحتي شرکتونو سره هم خبرې کړې او مسوولینو یې ورته څرګندونې کړې دي.

Views: 434

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.