کندوز (پژواک،۱۰ وږی ۱۴۰۱): د کندوز سیمهییز چارواکي وایي، د مخکني نظام له پرځېدو وروسته یونیسف له سیمهییز حکومت سره په همکارۍ د زیانمنو شوو سیمو ۵زره ماشومانو لپاره د لومړنیو زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
په همدې حال کې، په دغو مرکزونو کې پر زدهکړو بوخت ماشومان له برابر شوي فرصته هرکلی کوي او په یاد ولایت کې د ماشومانو وضعیت ته د حکومت او موسسو پاملرنه غواړي.
د کندوز د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي احمدشاه حقاني پژواک ته وویل، ډېر دغه مرکزونه په جنګځپلو او له ښوونیزو خدمتونو لرو سیمو کې جوړ شوي دي.
هغه زیاته کړه: «د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو کې شاو خوا ۵۲۶۰ ماشومانو ته مو دوستانه ځایونه برابر کړي چې په هغو کې ماشومانو ته ذهنیت ورکول کېږي څو له تعلیم سره علاقمند شي او د دغو مرکزونو مالي امکانات د یونیسف له خوا برابرېږي.»
حقاني د موسسو د امنیت د ټينګښت ډاډ ورکوي او له هغوی غواړي، څو په یاد ولایت کې ماشومانو ته د لا ډېر تعلیم زمینه برابره کړي.
په دغه حال کې، د یادو ښوونیزو مرکزونو یوې ښوونکې لیمې محمدي پژواک ته وویل: «ماشومان دلته د خوښۍ احساس کوي، په دغه مرکز کې هره ورځ ۶۰ نجونو او هلکانو ته په دوو جلا وختونو کې درس ورکول کېږي، ماشومانو ته د زده کړې ترڅنګ د لوبې وسایل هم ورکول کېږي، موږ له یوه متفاوت ډیزاین سره ټولګی جوړ کړ څو د دغو ماشومانو ذهن چې جنګونه او نورې ستونزې یې لیدلي، بدل شي.»
له بلې خوا، د یادو مرکزونو یوه زدهکوونکي حضرت عمر وویل: «زه له دغه کورسه ډېر خوښ یم چې موږ ته درس راکوي، موږ ته یې د لوبې وسایل راکړي، موږ کډوال یو او له جنګ نه ستړي شوي یو.»
ځيني نور ماشومان هم په دغو مرکزونو کې له برابر شوي تعلیمي فرصته خوښ دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د جګړو او ښوونځيو بندېدو له امله، په کندوز کې زرګونه ماشومان له زدهکړې بېبرخې پاتې وو.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن