ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان – ازبکستان ګډ بازار دوه مياشتې وروسته ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي

د افغانستان – ازبکستان ګډ بازار دوه مياشتې وروسته ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي

author avatar
1 Sep 2022 - 16:13
د افغانستان – ازبکستان ګډ بازار دوه مياشتې وروسته ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي
author avatar
1 Sep 2022 - 16:13

مزارشریف (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان – ازبکستان ګډ بازار مسوولین وایي، د دغه بازار د جوړېدو چارې په ١٢٠ جريبه ځمکه کې د ٧٥ ميليون ډالرو په لګښت د ازبکستان په خاوره کې روانې دي.

د دغه ګډ بازار د جوړېدو طرحه، تېر کال د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ د دواړو هېوادنو د اقتصادي اړیکو د ودې په موخه لاسلیک شوې وه.

یاد ګډ بازار د ازبکستان هېواد د سرخان دریا ولایت په مرکز ترمز کې جوړېږي.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ګډ بازار مشر صفي الوغ‌بیک وایي چې دغه بازار د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او د صادراتو او وارداتو پراختیا او هم نړۍ ته د افغاني محصولاتو د معرفي کولو په موخه جوړېږي.

ده وويل، د دغه بازار د جوړېدو چارې تر ډېره پرمخ تللې دي او دوه میاشتې وروسته به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد بازار په ١٢٠ جريبه ځمکه کې د ٧٥ ميليون ډالرو په لګښت جوړېږي.

هغه زیاتوي چې په دغه بازار کې افغانان کولای شي له ویزې پرته خپلې سوداګریزې چارې پر مخ بوځي او هم په کې دوکانونه پېرلى او پلورلای شي.

په همدې حال کې، د بلخ یو شمېر سوداګر د دغه ګډ بازار جوړېدل د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره مهم بولي.

د بلخ سیمه‌ییز سوداګر میوند ضیایي د یاد بازار جوړېدل د افغانستان اقتصاد او د دواړو هېوادونو د ښو فرهنګي او اقتصادي اړیکو لپاره مهم ګڼي.

هغه وایي: «دا بازار د دواړو هېوادنو لپاره ښه دی چې جوړ شي، افغان سوداګر هلته کاروبار کولای شي، مېوه او نور افغاني محصولات خرڅولای شي، د دواړو هېوادونو اړیکې هم ورسره ښې کېږي.»

افضل دولتزی د بلخ ولایت بل سوداګر هم د دغه بازار جوړېدو ته خوښ دى.

هغه وايي: «ډېر خوښ یم چې د دواړو هېوادنو ترمنځ ګډ بازار جوړېږي او دا د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو ښکارندوي کوي.»

د بلخ ځایي مسوولین هم د یاد ګډ بازار جوړېدل د دواړو هېوادنو ترمنځ د فرهنګي او سوداګریزو اړیکو د ودې او پراختیا لپاره مهم بولي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح‌الله نوراني وایي چې د افغانستان او ازبکستان په سرحدي سیمه کې یو ګډ بازار جوړېږي.

هغه وايي، دغه بازار به پر فرهنګي او ټولنیزو اړيکو او همداراز پر اقتصادي برخې ښې اغېزې ولري.

Visits: 581

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.