کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، د افغانستان فضا ته د امریکایي الوتکو د راتګ په اړه دوه احتماله شته؛ یا دا چې له دوحې څخه د پاکستان له لارې او یا هم له تاجکستانه د افغانستان فضا ته داخلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر د روان کال د زمري په ۱۱مه، وویل چې د القاعده سازمان مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی. خو د افغانستان سرپرست حکومت وايي، د الظواهري وژل کېدل تر اوسه د یوې ادعا په حد کې دي او دوی یې په اړه څېړنه کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د روانې (وږي) میاشتې په درېیمه وویل چې د امریکا بېپیلوټه الوتکې لا هم د افغانستان پر فضا ګرځي. هغه زیاته کړې چې دا چاره د افغانستان پر هوایي حریم څرګند تېری دی او د بندولو په اړه یې له امریکایي چارواکو سره خبرې روانې دي.
د مجاهد له څرګندونو درې ورځې وروسته، د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد وویل، معلومات ښيي چې د امریکا بېپیلوټه الوتکې د پاکستان له خاورې افغانستان ته راځي او پاکستان باید داسې کار ته اجازه ورنه کړي؛ خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مولوي محمدیعقوب خبرو ته په غبرګون کې ویلي چې له هر راز شواهدو پرته داسې اټکلي تورونه د ډېرې خواشینۍ وړ او د مسوولانه ډېپلوماتیکو اصولو له چلن سره په ټکر کې دي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ د جمعې لمانځه د خطبې پر مهال ویلي: «د افغانستان له لوري ويل شوي چي ډرون جهازونه د پاكستان له فضاء راتېرېږي، اسلامآباد دا تور نه مني، نو پوښتنه دا ده چې دا جهازونه له كوم لوري راځي؟.»
د هغه په وینا، په دې اړه دوه احتماله شته؛ لومړی دا چې د امریکا دغه الوتکې له دوحې څخه د امريكا له سترې اډې راځي، د پاكستان له فضاء راتېرېږي او ښايي پاكستان په داسې وضعيت كې دی چې يا یې مخنيوى نه شي كولى او يا اعتراف نه شي كولى؛ ځكه د پاكستاني ولس غوڅ اكثريت له دغه كار سره مخالف دی؛ نه غواړي د پاكستان ځمکه او فضاء د افغانستان خلاف وكارول شي.
حکمتیار زیاته کړې چې د پاکستان غوڅ اکثریت له امريكا سره مخكنۍ ملګرتيا يوه ترخه تجربه ګڼي؛ نه غواړي دا تجربه بيا تكرار شي او مخكنى صدراعظم او ډله یې هم د مخالفينو په ډله كې دي.
ده ویلي، دویم احتمال دا دی چې دغه بېپیلوټه الوتکې د تاجكستان له لوري راځي؛ تاجكستان د فرخار په نامه يوه زړه هوايي اډه امريكا ته سپارلې ده.
هغه زیاتوي: «د تاجكستاني واكمنو تونده لهجه، د افغانستان په كورنيو چارو كې د دوى مداخله او د وسلهوالو مخالفينو ملاتړ، حتى د تاجك توكم حمايت او دا ويل چي دا توكم د افغانستان د نفوس تر دېرش سلنه زيات دی او بايد همدومره برخه په حكومت كي ولري؛ په تاجكستان كې د افغانستان د وسلهوالو مخالفينو فعال حضور هم دا احتمال تقويه كوي.»
د حزب اسلامي مشر وایي: «مهمه دا ده چې حقيقت بايد معلوم شي، افغانان بايد پوه شي چې زموږ ګاونډيان له موږ سره څه كوي؟ آيا همغه څه كوي چې ۲۱ كاله وړاندې یې وكړل؛ د افغانستان په اشغال کې یې له ناټو سره په پراخ لاس مرسته وكړه، چا اډې وركړې، چا خپله ځمکه او فضاء د يرغلګرو په واك كې وركړه، چا مزدور جنګيالي د دوى تر قوماندې لاندې جنګېدو ته چمتو كړل، شل كاله د دوى لپاره وجنګېدل او له بهرنيو سره يو ځاى له افغانستان ووتل.»
د حکمتیار د یادو څرګندونو په تړاو اړوندو سرچینو تر اوسه څه نه دي ویلي.
Views: 1617
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن