Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروزګان اوسېدونکي: بې‌روزګارۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي یو

ترینکوټ (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): د اروزګان ګڼ اوسېدنکي په دغه ولایت کې له ورځ تر بلې ډېرېدونکې بې‌کارۍ او بې‌روزګارۍ شکایت کوي او وايي، دغه وضعیت دوی له سختو اقتصادي ستونزو او لوږې سره مخ کړي دي.

د هېواد د دغه سوېلي ولایت ډېر اوسېدونکي نالوستي دي او خپلو کورنیو ته د ورځنۍ مزدورۍ له لارې نفقه برابروي چې اوس هغه هم نه پیدا کېږي او د دوی د ژوند څرخ ورسره درېدلی دی.

د مرکز ترینکوټ یوه اوسېدونکي رحمت‌الله- چې د ښار څلورلارې ته د ورځ‌مزدورۍ په لټون راوتلی و - پژواک خبري اژانس ته وویل، له یوې خوا سخته بې‌روزګاري ده او له بلې خوا د خوراکي او غېر خوراکي توکو بیې دومره لوړې دي چې هر څوک یې د پېرلو توان نه لري.

هغه زیاته کړه، له کلونو راهیسې هره ورځ ښار ته د کار لپاره را وځي؛ پخوا نه یوازې په دولتي پروژو کې د کار لپاره بېول کېده، بلکې عامو خلکو هم د خپلو تعمیراتي کارونو لپاره بېوه او د ورځې په پای کې به یې مزدوري ورکوله.

خو دی وايي، له هغې ورځې چې په هېواد کې تحول راغلی، ورځنۍ مزدوري په ټپه درېدلې، اوس نه دولتي پروژې شته او نه خلک د پخوا په څېر تعمیراتي کارونه کوي چې دی د کارګر په توګه په کې کار وکړي.

سیدمحمد بیا د کار په لټون له دهراوود ولسوالۍ څخه مرکز ترینکوټ ته راغلی، خو وايي چې د کار نشتوالي له امله هر مازیګر تش لاس کور ته ستنېږي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس نه په مرکز او نه هم ولسوالیو کې کار شته، بل کسب یې هم زده نه دی، حیران دی چې څه وکړي او څنګه د خپلو ماشومانو وږی نس موړ کړي؟

دی د اوسني حکومت پر مشرانو غږ کوي چې خلکو ته د کار او روزګار زمینه برابره کړي او ولس له فقر او غربته وژغوري.

دا یوازې نارینه نه دي چې له بد اقتصادي وضعیت څخه کړېږي، بلکې ګڼ شمېر ښځې هم وايي چې غربت سوال کولو ته مجبورې کړې دي.

سمینه چې د ترینکوټ ښار پر واټونو سوال کوي، پژواک خبري اژانس ته وویل، ټوله ورځ له خلکو خیرات غواړي خو ایله ۵۰ افغانۍ یا له دې هم کمې پیدا کوي.

دا زیاتوي، مخکې چې د خلکو اقتصادي حالت ښه و، نو د ورځې به یې له پنځه تر اته سوه افغانۍ پيدا کولې؛ خو اوس چې چا ته د سوال لاس غځوي نو هغوی ورته وايي، «موږ خپله د ډوډۍ وس نه لرو.»

هغه له حکومته غوښتنه لري چې نه یوازې د کار او روزګار زمینه ورته برابره کړي بلکې د مرستندویه ادارو بشري مرستې هم په سمه توګه پر بې‌وزلو او غربت‌ځپلو وګړو ووېشل شي.

د اروزګان ولایتي اداره د خلکو ستونزې مني، خو د حل ډاډ یې ورکوی.

د دغه ولایت مرستیال والي مولوي حکمت‌الله مزمل پژواک خبري اژانس ته وویل، د اروزګان د اوسېدونکو د بې‌کارۍ ستونزې یې تر مشرتابه رسولې دي او هغوی ژمنه ورسره کړې چې د کاري فرصتونو د ډېرولو په برخه کې به لازم ګامونه اخلي.

هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې به د کانونو د استخراج او نورې بنسټیزې پروژې پیل شي چې خلکو ته به په کې د کار زمینه برابره شي او له اوسني اقتصادي بحران څخه به را ووځي.

نوموړی وايي، د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته دنده سپارل شوې څو سوالګرو ښځو ته د دوامداره او باعزته روزي ګټلو زمینه برابره کړي او ترڅنګ یې د هغوی نومونه خیریه مرستندویه ادارو ته ورکړي څو مرسته وکړي.

د هغه په خبره، یاد ولایت ته د بې‌وزلو او اړو کورنیو لپاره راغلې ټولې مرستې د یوې رڼې پروسې له لارې وېشل کېږي چې په مرکز او ولسوالیو کې زرګونه کورنۍ ترې برخمنې شوې او دا لړۍ روانه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.