کابل (پژواک،۱۲ وږی ۱۴۰۱): د ټولګټو وزارت په تېر یو کال کې په ۱۷ ولایتونو کې د سلګونه کیلومتر سړکونو، پلونو، استنادي دېوالونو له بیارغولو او د ۳۲ تلو له نصبولو خبر ورکوي او وایي چې د شمالي او سوېلي سالنګ ۳۰ کیلومتره سړک جوړولو ته چمتووالی لري.
یادې ادارې نن (د وږي ۱۲مه) ملت ته د حساب ورکونې په ناسته کې د یادې ادارې د تېر یوه کال کړنو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل، ویې ویل، یاد وزارت د لسګونو کیلومتره سړکونو، پل او پلچکونو جوړولو لپاره چې د سېلابونو له امله تخریب شوي وو، د ۲۵۰ میلیون افغانۍ ورکولو ته ژمن دی.
په نننۍ ناسته کې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح وویل، به تېر یو کال کې ۱۰ کیلومتره سړک قیر او بشپړ کړی دی.
هغه زیاته: «د بدلون او د اسلامي امارت د حاکمېدو په لومړیو کې د ټولګټو وزارت د ۶۹ میلیون افغانیو په لګښت د کابل – کندهار لویې لارې د ۶۵ کیلومتر سړک میلینګ کاري، د ۶ میلیون په لګښت د کلات ـ شینکۍ سړک داغګیري او د یادې لارې پلچکونو رغولو او د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو پلونو رغول چې ۱۵۵ متر مربع کېږي، په قرارداد ورکړل شوي او د یادو پروژو کارونه بشپړ شوي دي.»
د ټولګټو وزارت مرستیال وایي، د شمالي او سوېلي سالنګ د ۳۰ کیلومتر سړک رغولو قرارداد چې د ۵۳ میلیون افغانیو په ارزښت شوی، بشپړ شوی دی.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه وزارت اړین چمتووالی نیولی څو د سالنګ تونل په ګډون ۳۰ کیلومتره سړک په اساسي ډول ترمیم کړي چې د یاد سړک ډېره خرابه شوې ۱۰ کیلومتره برخه به کانګرېټ او ۲۰ کیلومتره نوره به قیر شي او د همدغه پلان پلي کولو لپاره ټول وسایل، ماشینري او امکانات له ګاونډي ولایتونو سالنګ ته لېږدول شوي دي.
د هغه په خبره، د سالنګ سړک په ښه کیفیت جوړولو لپاره یې له ایران سره قرارداد لاسلیک کړی چې له مخې به یې د سالنګ د ۳۰ کیلومتره سړک د کانګرېت او قیر اچونې کار ترسره شي.
نوموړي وویل، ډېر ژر به له یاد هېواده افغانستان ته ماشینري راوړل شي او د دې لارې پخول به عملاً پیل شي.
سرچینې په ډاګه کړه چې د سالنګونو د ۱۰ کیلومتر سړک د ترمیم ترڅنګ د سالنګ تونل د تخنیکي سیستم فعالول، په ژمي کې د رسوبي توکو او دغه راز له سالنګونو د وارو پاکول په تېرو کلونو کې په سالنګونو کې د یاد ریاست د ماشینري پرسونل له خوا ترسره شوي کارونه دي.
هغه وایي، د کابل ـ میدان ښار د ۸ کیلومتر سړک د اساسي رغونې لپاره د ۴۸ میلیون افغانیو په ارزښت قرارداد کړی و چې کارونه یې هم بشپړ شوي دي.
د ټولګټو وزارت ویاند وایي چې د کابل – کندهار لویې لارې د ترمیم اساسي چارې له کندهاره تر زابله پیل شوې چې دا د خلکو لپاره يو ښه زېرۍ دی چې عملاً روان دی.
نوموړي زیاته کړه، د وزارت مشرتابه او تخنیکي ټيمونه له کورنيو او بهرنیو ودانیزو شرکتونو سره پرلهپسې ناستې لرلې څو د کابل – کندهار لویه لار د خصوصي سکټور په همکارۍ ترمیم او اساسي ورغول شي.
د هغه په خبره، دغه وزارت په تېر یوه کال کې د ۱۸۴ نوو پایو پلچکونو چې په ټوله کې ۳۱۲۸ متره کېږي، سروې او ډيزاین او د ۵۳۸ پایو او پلچکونو چې ۴۱۰۰ متره کېږي، ترمیماتي سروې ترسره کړې ده.
فاتح په ډاګه کړه چې دغه وزارت د بودجوي ستونزو باوجود توانېدلی چې په تېر یوه کال کې ۱۸۳۱ کیلومتر سړکونه، ۱۰۰۰ متره پلونه، ۴۰۴ استحکامي پلونه، ۱۱۴۷ استنادي دېوالونه ترمیم کړي چې په ټوله کې پرې ۶۲ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.
هغه وایي، دغه وزارت د باروړونکو موټرو د کنټرول په موخه په تېر یوه کال کې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې ۳۲ تلې لګولې او فعالې کړي ۴ تلې د نصب او ۱۷ ورې تلې د پیرولو په حال کې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ژمي کې د موسمي سېلابونو له امله د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې شاوخوا ۲۹ کیلومتره سړکونه، ۲۰۱ متر پلونه، ۶۹ پلچکونه، ۱۵۹۵ متر لارې او ۸۷۵۸ متره استنادي دېوالونه تخریب شوي چې د هغو ترمیم لپاره له ۴۰۳ میلیونو ډېرو افغانیو ته اړتیا ده، خو د هغو د ترمیم لپاره مالیې وزارت د ۲۵۰ میلیونو بوجودي ژمنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP