کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۱): کابل، لغمان او میدان وردګو کې نن له زرو ډېرو بېوزله کورنیو سره د نغدو پيسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
په کابل کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت له لوري زرو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوه.
د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزیر ملا محمدعباس اخند د يادو مرستو وېشلو پر مهال وویل: «د زرو کورنيو سروې شوې چې له دې جملې ۲۵۰ تنو ته یې نن مرستې ووېشل شوې او پاتې کورنیو ته به په راتلونکو ورځو کې مرسته ووېشل شي.»
هغه زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلوګرامه غنم او ۱۰۰ کیلوګرامه وریجې ورکړل شوې دي.
نوموړي وویل چې دغه مرستې ورسره د بېلابېلو هېوادونو له لوري شوې دي.
بلخوا، د لغمان د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر قاري خیرمحمد غازي پژواک ته وویل چې نن د کډوالۍ نړیوال سازمان(IOM) په مالي ملاتړ د دغه ولایت د الیشنګ، الینګار او قرغیو ولسواليو له ۳۸۵ سېلاب ځپلو کورنیو سره د غيرخوراکي توکو مرسته وشوه.
هغه زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته د ۵۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د پخلنځي وسایل، خېمه، کمپلې او فرش وېشل شوي دي.
دغه راز د دغه راز د میدان وردګو په مرکز میدانښار او نرخ ولسوالۍ کې هم نن (د وږي ۱۳مه) د ملګرو ملتونو د ګډوالو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) له خوا له ۳۴۷ طبيعي پېښو او جګړوځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ولایتي مسوول مظفرشاه پژواک خبري اژانس ته وویل: «په مجموع کې مو په مرکز میدانښار او نرخ ولسوالۍ کې ۳۴۷ کورونه سروې کړي او په دوو پړاوونو کې به مرسته ورسره وشي.»
هغه زیاته کړه، هغه کورنۍ يې د مرستو مستحقې ګڼلې چې کورونه يې په تېرو جګړو او یا طبيعي پېښو کې تخریب او یا نړېدلي وي.
نوموړي زیاته کړه: «۱۹۷ هغه کورنۍ دي چې کورونه يې په قسمي توګه تخریب شوي، هرې کورنۍ ته ۳۳۰ امریکايي ډالر نغد ورکړل شوي دي.»
مظفرشاه وویل چې ۱۲۵ داسې کورنۍ هم شته چې کورونه يې ډېر تخريب شوي او هرې کورنۍ ته يې ۵۵۰ امریکايي ډالر ورکړي.
ده وویل چې ۲۵ داسې کورنۍ هم د دوی په سروې کې شته چې کورونه يې په بشپړ ډول نړېدلي او دا ډول هرې کورنۍ ته ۸۰۰ امریکايي ډالر ورکړل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په راتلونکې پړاو کې به هم له یادو کورنیو سره په همدې اندازه مرسته وشي.
Views: 75
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن