Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې پر څه باندې سل جریب ځمکه د مالټو نوی باغ جوړېږي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۱): د ننګرهار د کانال رياست وايي، د خصوصي سکټور په پنځه ميليون افغانيو لګښت د هډې فارم اړوند په شپږم بلاک کې پر ۱۱۵ جريب ځمکه د مالټو يوه باغ جوړېدو چارې پيل شوې.

چارواکي وايي، د ياد باغ جوړېدو په چارو کې به نږدې سل کسانو ته د کار زمينه برابره شي او ترڅنګ به يې په راتلونکي کې د مالټو حاصلات هم زيات شي.

د ننګرهار ولايت د کانال رياست وياند سيد همايون غريب‌مل د وږي په ۱۴مه پژواک اژانس ته وويل، له څلور لسيزو وروسته د هډې فارم اړوند د شپږم بلاک سيمه کرکيلې ته چمتو شوې ده.

هغه زياته کړه، د دغه بلاک په ۱۱۵ جريب ځمکه د يوه خصوصي شرکت له لوري د پنځه ميليون افغانيو په پانګونه د مالټو د يوه باغ جوړولو کارونه پيل شول.

د غريب‎مل د معلوماتو له مخې چې اوس د نیالګیو اېښودو ته د یادې ځمکې چمتو کولو چارې روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به اماده شي.

دغه راز د عبيد سپين‌غر کرنيز شرکت يوه مسوول عبيدالله خان پژواک ته وويل چې دغه باغ د دوى له لوري د پنځه ميليون افغانيو په لګښت جوړېږي.

هغه وويل چې په لومړي سر کې به سلو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شي خو کله چې باغ حاصلاتو ته ورسېد نو  بيا د کاريګرو شمېر ډېرېږي.

چارواکي وايي، د دغه باغ په جوړېدو سره به راتلونکو کلونو کې د کانال رياست د مالټو حاصلات هم ډېر شي.

د ننګرهار کانال اداره وایي، روان کال يې پر نږدې ۲۰۰۰ جريب ځمکه باندې د خصوصي سکټور په همکارۍ د باغونو جوړولو چارې پيل کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.