ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روغتیايي مسوولین: غور کې د روږدو درملنې روغتون د بستر څانګې فعالولو هڅې کوو

روغتیايي مسوولین: غور کې د روږدو درملنې روغتون د بستر څانګې فعالولو هڅې کوو

author avatar
5 Sep 2022 - 17:40
روغتیايي مسوولین: غور کې د روږدو درملنې روغتون د بستر څانګې فعالولو هڅې کوو
author avatar
5 Sep 2022 - 17:40

فېروزکوه (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۱): په غور کې یو شمېر روږدي کسان په داسې حال کې د درملنې غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د روږدو د درملنې روغتون د بستر څانګه غېرفعاله ده؛ خو مسوولین د دغې څانګې د فعالولو لپاره د هڅو د پيل خبر ورکوي.

د یادونې ده چې د غور ولایت د روږدو د درملنې روغتون د بستر څانکې فعالیت یو کال مخکې د مالي امکاناتو د نهشتون له امله ودرېد او لاهم غېرفعاله ده.

۳۴ کلن ځوان میراحمد چې د فېروزکوه ښار په یوه پارک کې له یو شمېر نشه‌یانو سره ناست دی او د نشې په حالت کې یې پر یوه پاڼه شعر لیکه وویل،  له ۸ کلونو راهیسې پر نشهیی توکو روږدی دی.

هغه چې تر دولسم ټولګي پورې یې ښوونځی لوستی او له شاعرۍ سره هم مینه لري، وايي: «ما له ماشومتوبه له شعر او شاعرۍ سره مینه درلوده، خو دا چې د کور مشر هلک وم او پلار مې کار نه شوای کولای، نو درس مې پرېښود، ایران ته ولاړم او هلته مې د اتاق ملګري ناوړه کسان وو چې له بده‌مرغه پر نشهیی توکو، شیشې او پوډرو اخته شوم او ژوند مې برباد شو.»

هغه هر وخت د نورو معتادانو په منځ کې غزل او شعر زمزمه کوي څو خپل ملګري خوښ وساتي.

هغه وايي: «موږ چې پر دغه ناوړه عمل اخته یو، ډېر ځورېږو، خلک او کورنۍ ټول له موږ بد وړي، په ډبرو مو ولي، بندي کوي مو، وهل او ټکول را کول کېږي، له سختو ستونزو سره مخ یو، د هېواد له نورو ځوانانو غواړو چې پر دغه عمل اخته نشي چې ژوند یې بربادېږي.»

نوموړی چې پر نشهیي توکو له روږدیتوبه ستړی شوی او هره شېبه فکر کوي چې څرنګه نشهیی توکي پرېږدي ويې ویل، د درملنې لپاره یې د ځای د نه شتون له امله په دې ورځو کې تر بل هر وخت ډېر نشه‌یي توکي کاروي.

میراحمد چې له خپل دغه کاره سخت پښیمانه دی، د هېواد له دولتي مسوولینو او سوداګرو غواړي چې په درملنه کې یې مرسته ورسره وکړي څو بېرته خپل کور ته ستون شي او خپلو هيلو ته چې شاعري او لیکوالي ده، ورسېږي.

یوازې میراحمد نه دی چې نشو ته یې مخه کړې، بلکې یو بل غوري ځوان عبدالغفور هم دوولس کلونه کېږي چې پر نشهيي توکو روږدی دی.

عبدالغفور چې د دغه ولایت د روږدو کسانو د روغتون د فعالیت له درېدو وروسته بېرته نشې ته مخه کړې، پژواک ته یې وویل: «که روغتون فعال وای او د تېر په څېر له معتادینو ساتنه کېدلای، موږ ټولو به دا عمل پراېښې وای.»

نوموړی چې د غور د روږدو کسانو د درملنې روغتون د بستر څانګې تر غېرفعالېدو مخکې په دغه روغتون کې بستر و، وايي: «زه ۲۰ شپې او ورځې د غور په روغتون کې وم، په لومړیو ورځو کې مې حالت ډېر خراب و، بیا د ډاکټرانو په مرسته ورو ورو مخ پر ښه کېدو شوم، له بده‌مرغه کله چې روغتون وتړل شو، معتادین ټول ووتل، موږ بېرته دغه عمل ته مخه کړه.»

عبدالغفور او میراحمد د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې د دغه ولایت د روږدو د درملنې ۲۰ بستریز روغتون بېرته فعال کړي څو دوی تر درملنې لاندې ونیول شي.

په ورته وخت کې، د غور ولایت د روږدو د درملنې د ۲۰ بستریز روغتون مسوولین وايي، که څه هم دوی په کور کې او په سراپا توګه د ناروغانو درملنه کوي، خو مثبته پایله نه لري او اړتیا ده چې روغتون بېرته فعال شي او ناروغان تر جدي درملنې لاندې ونیول شي.

د غور د روږدو د درملنې د ۲۰ بستریز روغتون رییس ډاکټر محمدعمر لعلزاد پژواک ته وویل: «له بده‌مرغه زموږ ناروغان په کنډوالو او پارکونو کې پراته دي او لاهم پر نشو ګرم دي، موږ په روغتون کې کافي درمل لرو او هغه ناروغان چې روغتون ته راځي، لازم درمل ورکوو او زموږ د عامه پوهاوي څانګې او د کور د درملنې برخه کې د یو شمېر هغو ښځو او نجونو درملنه کوو چې پر نشهيي توکو روږدې دي.»

مسوولین وايي، هڅه کوي چې د غور ولایت د یاد روغتون داخل بستر خدمتونه بېرته فعال کړي څو یوځل بیا ناروغان راټول کړي او تر درملنې لاندې یې ونیسي.

د غور د روغتیايي مسوولینو په وینا، په دغه ولایت کې د روږدو کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی چې ډېری یې د بېلابېلو لاملونو له امله په ایران او یاهم افغانستان کې پر دغه عمل اخته شوي دي.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.