ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې زرګونه غواګانې د پوستکي پر ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي

غزني کې زرګونه غواګانې د پوستکي پر ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي

غزني (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۱): په غزني کې د څارویو د پوستکي ویروسي ناروغۍ (لمپي سکن) سلګونه غواګانې مړې کړې او زرګونه نورې پر دغې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د غزني د مرکز او ولسوالیو اوسېدونکي وايي، دغه خطرناکه ناروغي لا هم د خپرېدو په حال کې ده او اړوندې ادارې یې باید د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

د غزني د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي نصرالله – چې د غواګانو فارم لري – پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې سلګونه غواګانې د پوستکي پر ویروسي ناروغۍ (لمپي سکن) اخته شوې چې په لسګونو یې مړې کړې هم دي.

هغه زیاته کړه: «دغې ناروغۍ زما درې غواګانې مړې کړې چې ۱۳ لکه افغانۍ یې تاواني کړم، ۱۳ نورې غواګانې مې هم په دغه ناروغي اخته دي او اوس تر درملنې لاندې دي، ځینې یې له پښو لوېدلې، ولاړېدای نه شي، اشتها یې خرابه وي، هیڅ هم نه خوري.»

دی وايي، که اړوندې ادارې لازم ګامونه وانخلي او د دغې ناروغۍ مخنیوی و نه کړي، نو د خلکو د شیدو ډېرې قیمتي غواګانې به مړې کړي.

د غزني د مرکز اوسېدونکي محمدطاهر پژواک خبري اژانس ته وویل، څلور غواګانې یې لرلې چې درې یې د یادې شوې ناروغۍ له امله له منځه لاړې او اوس یوازې یوه ژوندۍ ور پاتې ده.

دی وايي، په پیل کې د غواګانو پر غاړو او د بدن پر نورو برخو لویې دانې راوختلې، له سترګو یې اوښکې بهېدې، بیا یې پښې وپړسېدې او وروسته مړې شوې.

د نوموړي په خبره، ګڼې کورنۍ پېژني چې غواګانې یې پر دې ناروغۍ اخته او مړې شوې دي.

دی هم اندېښنه ښيي چې که د یادې ناروغۍ مخنیوی و نه شي نو خلک به له مالدارۍ خلاص شي او درانه زیانونه به ور واوړي.

بلخوا د څارویو او په ځانګړې توګه د غواګانو سوداګر وايي، له هغه وروسته چې په غزني کې دا ناروغي خپره شوې، دوی ته یې درانه تاوانونه اړولي دي.

د غواګانو یوه سوداګر غلام سنايي پژواک خبري اژانس ته وویل، د غواګانو د پوستکي ویروسي ناروغي ډېره خطرناکه ده؛ لومړی پر غواګانو غټې- غټې دانې خېژي، وروسته له حرکته لوېږي، څه وخت ژوندۍ وي او وروسته مري.

د ده د معلوماتو له مخې، دا خطرناکه ناروغي د یاد ولایت د مرکز ترڅنګ په خوګیاڼي، واغظ، رشیدان، مقر، زنخان، ګېرو او ځینو نورو ولسوالیو کې هم خپره شوې او لسګونه قیمتي غواګانې یې له منځه وړې دي.

خو نوموړي نیوکه وکړه چې په دغه ولایت کې شته حیواني درمل بې کیفیته دي چې پر دغې ناروغۍ هیڅ اغېز نه لري، خلک اړ شوي په انساني درملو د خپلو غواګانو درملنه وکړي.

په غزني کې د حیواني ناروغیو متخصص ډاکټر حبیب‌الله احمدزي میدانوال پژواک خبري اژانس ته وویل، د څارویو د پوستکي ناروغي (لمپي سکن) په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده.

هغه زیاته کړه: «دا ناروغي یوازې په غواګانو اغېز کوي، انسانانو او نورو څارویو ته د انتقال وړ نه ده خو د مخنیوي لپاره یې باکیفیته واکسینونو ته اړتیا ده چې له بده‌مرغه دلته نشته.»

دی وايي، غزني ته حیواني درمل او واکسینونه له پاکستانه راوړل کېږي چې بې‌کیفیته دي، د دغې وبا د مخنیوي لپاره باکیفیته بهرنیو درملو او واکسینونو ته اړتیا ده څو ټول څاروي واکسین شي او وقایوي تدابیر ونیول شي.

د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست د څارویو د روغتیا برخې مسوول ډاکټر عقیق احمد هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د غواګانو د پوستکي ویروسی ناروغي د دغه ولایت په ټولو سیمو کې خپره شوې او ډېر شمېر څاروي یې مړه کړي دي.

هغه زیاته کړه: «تر دې مهاله په غزني کې ۳۶۰۰ غواګانې په دې ناروغي اخته شوې چې نژدې ۱۰ سلنه یې مړې شوې دي، خو ۲۰۰زره نورې غواګانې په دې ناروغي د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.»

د ده په خبره، ډېرې غواګانې چې پر دې ناروغۍ اخته شوې، پر بدن یې دانې راخېژي، تبه لري، له پزې او سترګو یې اوبه بهېږي چې وروسته یې پښې پړسوب پیدا کوي او شلېږي.

نوموړی له خلکو غوښتنه کوي، که څاروي یې پر دې ناروغي اخته کېږي نو ژر تر ژره دې یې د درملنې په موخه نږدې حیواني کلینیکونو ته ورسوي.

هغه خلکو ته یو لړ سپارښتنې هم لري او وايي، کوم څاروي چې پر دې ناروغۍ اخته کېږي باید له نورو بېل شي، چاپېریال، اوبه او خواړه یې باید پاک وي.

نوموړي دغه‌راز یادونه وکړه چې د کرنې او مالدارۍ ریاست په کمو امکاناتو د دغې ناروغۍ د مخنیوي توان نه لري، مرستندویه ادارې باید په دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

د یادونې ده چې د غواګانو د پوستکي ویروسي ناروغي (لمپي سکن) له ګاونډي پاکستانه خوست، پکتیا، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو ته راغله چې اوس په غزني او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خپره شوې ده.

Views: 209

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.