تالقان (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): په تخار ولایت کې د ښوونځيو یو شمېر زدهکوونکو د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې په موخه په «زر مینځلو» او نورو دغسې درنو کارونو بوخت دي.
دغه زدهکوونکي وايي، د بېوزلۍ له امله یې د سختو کارونو ترسره کولو ته مخه کړې، څو د ورځې د ۱۰۰ یا ۱۵۰ افغانیو په ترلاسه کولو سره د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.
بشیراحمد د تخار ولایت په یوه ښوونځي کې د لسم ټولګي زدهکوونکی دی.
هغه پژواک ته وویل، د هرې ورځې په تېرېدو سره به یې د کورنۍ اقتصادي ستونزې ډېرېدې تر دې چې اړ شو نور ښوونځي ته ولاړ نه شي او یوه ځای ته چې هلته نور کسان هم پر زر مینځلو بوخت وو، ورشي او له همدې لارې د خپلې کورنۍ پر اقتصادي ستونزو برلاسی شي.
بشیراحمد زیاتوي، د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانیو مزد ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې د زر مینځلو کار ډېر ورته سخت دی، خو د کورنۍ اقتصادي ستونزو دې ته اړ کړی چې د زدهکړو او ښوونځي ته د تلو پر ځای، درنو کارونو ته ترجیح ورکړي.
عزیز یو بل زدهکوونکی دی چې پر مخ را روانو خولو سره د تالقانو سیند په یوه څنډه کې پر زر مینځلو بوخت دی څو له دې لارې خپلې اووه کسیزې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
هغه په داسې حال کې چې غرېو نېولی دی او ښوونځي ته د تلو هیله یې له ورایه په څېره کې څرګندېږي وايي، د ښوونځي په نهم ټولګي کې و او هیله یې درلوده چې په راتلونکي کې یو ساختماني انجنیر شي او د زدهکړو او درس له لارې وکولای شي هم ټولنې او هم خپلې کورنۍ ته خدمت وکړي؛ خو د ده په خبره، د اقتصادي ستونزو او د کورنۍ د سرپرست نه شتون له امله یې ښوونځی پرېښود او پر زر مینځلو بوخت شو.
عزیز زیاتوي، ځینې ورځې ان په وږي نس کار ته ځي؛ خو د قناعت وړ مزد نه ورته جوړېږي، له دې سره سره بیاهم د ۱۰۰ یا ۱۵۰ افغانیو په ترلاسه کولو سره د خپلې کورنۍ یوه برخه ستونزې هواروي.
نوموړی له حکومته غواړي چې د دغه ډول زدهکوونکو لپاره د مناسب کار زمینه برابره کړي څو هم خپلو زدهکړو ته دوام ورکړای شي او هم د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې هوارې کړي.
په ورته وخت کې، په تخار ولایت کې د پوهنتون ځيني استادان د دغه وضعیت دوام او له درسونو د زدهکوونکو لاس اخیستل او سختو کارونو ته یې مخه کېدل، اندېښمنوونکي بولي.
د تخار پوهنتون استاد سید شجاعالدین رسولي پژواک ته وویل، د اقتصادي ستونزو له امله ډېری زدهکوونکي ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي.
هغه زیاتوي چې حکومت باید د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ستونزو د هواري په برخه کې جدي هڅې وکړي څو ماشومان یې له نامعلوم برخلیک او راتلونکي سره مخ نه شي.
په ورته وخت کې، د تخار د کار او ټولنیزو چارو رییس ملا سیفالله مبارز که څه هم مني چې پر سختو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی، خو ډاډ ورکوي چې د کار د رامنځته کولو په موخه د مرستندویه موسسو د پام را جلبولو او په حرفوي او ساده کارونو کې د ماشومانو د بوختولو لپاره هڅې روانې دي.
د یادونې ده چې پر تخار ولایت سربېره، په کابل او نورو ولایتونو کې هم زرګونه ماشومان او زدهکوونکي پر درنو کارونو بوخت دي.
Views: 63
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن