ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي سوداګر: وچکالۍ د دغه ولایت د بادامو پر کمیت او کیفیت منفي اغېز کړی

د دایکنډي سوداګر: وچکالۍ د دغه ولایت د بادامو پر کمیت او کیفیت منفي اغېز کړی

author avatar
6 Sep 2022 - 17:34
د دایکنډي سوداګر: وچکالۍ د دغه ولایت د بادامو پر کمیت او کیفیت منفي اغېز کړی
author avatar
6 Sep 2022 - 17:34

نیلي (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): په دايکنډي کې د بادامو بڼوال او پلورونکي د وچکالۍ زیاتېدو له امله د دغه محصول پر کمیت او کیفیت د منفي اغېز په اړه شکایت لري.

په دایکنډي کې یوه بادام پلورونکي انور وویل، د ۱۴۰۱ لمریز کال وچکالۍ په دغه ولایت کې د مېوو باغونو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د هغه په وینا، بادام چې د دغه ولایت غوره پلورل کېدونکی محصول دی، کافي اوبه نه دي ورته رسېدلي چې د تېر کال په پرتله په نیم کیفیت بازار ته وړاندې کېږي او د پلور کاروبار یې چندان نه دی غوړېدلی.

هغه زیاته کړه، هغه بادام چې تېر کال یې وزن ۳۰ ګرامه و، سږ کال ۲۰ ګرامو ته راټیټ شوی او له بلې خوا، په بیه کې یې هم بدلون راغلی دی. د هغه په خبره، دا مهال په نیلي بازار کې یو من بادام په ۷۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

بلخوا د دایکنډي په مرکز کې د بادامو بل سوداګر حاجي دورمحمد وویل: «وچکالي د دې لامل شوې چې د بادامو مغز ته زیان ورسېږي او له بلې خوا، د دغه محصول ونو په حاصل کې هم کموالی راغلی دی.»

د هغه په خبره، دغه محصول ته د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیان رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه، دوی هر کال خپل بادام د پلورلو لپاره کابل او کندهار ته لېږي او له هغه ځایه بیا نورو هېوادونو ته صادریږي.

دغه سوداګر له حکومته غواړي چې د بادامو پلور او سوداګرۍ ته په مرکزي کچه وده ورکړي.

له بلې خوا، هغوی د دایکنډي له سیمه ییزو مسوولینو هم غواړي څو د دغه محصول د بازارموندنې او پروسس لپاره دوی ته یو ځانګړی مارکېټ جوړ کړي.

د یاد پلورونکو په خبره، که وضعیت همدغه ډول دوام وکړي، نو د بادامو بازار چې د دغه ولایت له ډېر پلورل کېدونکي محصول څخه دي، هم پیکه کېږي.

په همدې حال کې، د دایکنډي ولایت د کرنې ریاست د وچکالۍ ناورین او د بادامو پر حاصلاتو یې منفې اغېز تاییدوي.

د دایکنډي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس بشیراحمد رفېع وايي: «وچکالیو نه یوازې په دایکنډي، بلکې د افغانستان په کچه یې کرنیز محصولات او باغونه اغېزمن کړي دي.»

هغه څرګنده کړه، دا مهال د دایکنډي په ټولو ولسوالیو کې بڼوالو ته د وچکالۍ او د بادامو پر حاصلاتو یې د منفې اغېز له امله زیان اوښتی دی.

هغه زیاته کړه، دا چې د افغانستان د کرنې وزارت په دې برخه کې د دوى لپاره ځانګړې بودجه نه ده ځانګړې کړې، نو له همدې امله دوى ورته هیڅ ډول پروژه او پروګرام نه لري.

خو د کرنې رییس ټینګار وکړ چې ټاکل شوې د تلې په ۲۷ مه، د افغانستان د کرنې وزارت له خوا په کابل کې یو کرنیز نندارتون جوړ شي چې د دایکندي ولایت د بادامو محصولات به هم په کې نندارې ته وړاندې شي.

د کرنې ریاست د مسوولینو په وینا، د دایکنډي په ۱۰ ولسوالیو کې ۲۴ ډوله بادام شته چې په تېرو کلونو کې د کیفیت له پلوه د افغانستان په کچه یوه بېلګه وه.

د دوی په خبره، د دغه ولایت تر ۹۰ سلنه ډېر اوسېدونکي پر کرنه بوخت دي چې ۸۰ سلنه یې د بادامو د خرڅلاو له لارې د خپلو لګښتونو لویه برخه پوره کوي.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.