ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې زرګونه غواګانې د پوستکي پر ویروسي ناروغۍ اخته شوې دي

کندهار کې زرګونه غواګانې د پوستکي پر ویروسي ناروغۍ اخته شوې دي

author avatar
6 Sep 2022 - 12:13
کندهار کې زرګونه غواګانې د پوستکي پر ویروسي ناروغۍ اخته شوې دي
author avatar
6 Sep 2022 - 12:13

کندهار (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): په کندهار کې د غواګانو د پوستکي ویروسي ناروغي (لمپي سکن) په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او تر دې مهاله ۱۵زره غواګانې پر دې ناروغۍ اخته شوې چې له ۱۲۰۰ ډېرې ورڅخه مړې شوې دي.

خلک وايي، دا ناروغي د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې خپره شوې خو په سپین بولدک، ژیړۍ، پنجوايي او نورو هغو ولسوالیو کې ډېره ده چې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتې دي.

د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد اسماعیل پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې دوې غواګانې د پوستکي پر ناروغي اخته شوې او هیڅ درمل ورباندې اغېز نه کوي.

هغه زیاته کړه، په لومړي سر کې د غواګانو پر بدن دانې را پورته شوې، وروسته یې له سترګو او خولې اوبه راتلې او له خوراکه هم ولوېدلې.

د ده په خبره، د کرنې ریاست په همکارۍ یې غواګانو ته درمل ورکړي خو لا هم رغېدلې نه دي.

ده وویل: «زموږ دوې غواګانې په دغه مرض اخته دي، پېچکارۍ مو ور ولګولې خو اوس هم نه دي جوړې شوې، د واکسین او نورو ګران بیه درملو اخیستلو توان نه لرو، د کرنې او مالدارۍ ریاست دې له موږ سره مرسته وکړي څو غواګانې مو له مړینې وژغورل شي.»

د سپین بولدک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نظرمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دوې غواګانې یې لرلې چې یوه یې د همدې ناروغۍ له امله مړه شوه او یوه ورپاتې ده چې لا هم ناروغه ده.

دی هم وايي چې په پیل کې پر غواګانو لویې دانې راوختلې، له سترګو او خولې یې اوبه بهېدې، وروسته یې پښې وپړسېدې او له خوارک کولو ولوېدلې.

هغه زیاته کړه، په دغه سیمه کې د ډېرو خلکو غواګانې پر دې ناروغۍ اخته شوې چې ګڼ شمېر یې مړې شوې دي.

دی اندېښنه ښيي چې که د دغې ناروغۍ مخنیوی و نه شي نو خلک به له مالدارۍ خلاص شي او درانه زیانونه به ور واوړي.

مالداران او د غواګانو د فارمونو مسوولین هم وایي چې د دغې ناروغۍ مخنیوي ته باید جدي پاملرنه وشي که نه نو زرګونه غواګانې به له منځه لاړې شي.

په پنجوايي ولسوالۍ کې د غواګانو د فارمونو یوه مسوول عبدالاحد پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه یې غواګانې پر دې ناروغي نه دي اخته شوې خو که اخته شي نو لوی تاوان به وویني.

هغه زیاته کړه: «تر اوسه زموږ غواګانې په دې ناروغي نه دي اخته شوې خو که په اخته شي او یوه غوا مړه شي نو ۲۰۰ زره افغانۍ تاوان راته رسېږي.»

دی وايي، مخکې له دې چې دا ناروغي د ناورین تر حده ورسېږي، اړوندې ادارې یې باید د مخنیوي لپاره لازم ګامونه واخلي.

که څه هم په کندهار کې د غواګانو د پوستکي د دغې ویروسي ناروغۍ (لمپي سکن) د مخنیوي لپاره لازم واکسین او درمل نشته، خو خلک خپلو غواګانو ته بېلابېل درمل ورکوي چې تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

خو د دغه ولایت مشهور طبیب حکیم محمد الکوزی وايي، داسې درمل یې جوړ کړي چې په دوه ساعته کې د څارویو هر ډول ناروغي له منځه وړي.

الکوزي پژواک خبري اژانس ته وویل: «ما د څارویو لپاره درمل جوړ کړي، تر اوسه مې سلګونو څارویو ته ورکړي او جوړ شوي دي، ډېرو خلکو زما درمل پاکستان ته هم وړي دي.»

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ د برخې مسوولین بیا وایي، هڅې يې پیل کړې څو د غواګانو د (لمپي سکن) ناروغۍ د مخنیوي لپاره له بهر څخه واکسین را واغواړي.

د دغه ریاست د حیواني روغتیا مدیر ډاکټر محمد داوود پژواک خبري اژانس ته وویل: «د هغو شمېرو له مخې چې تر دې مهاله مو راټولې کړې، د کندهار په ټولو ولسوالیو کې له ۱۵ زره ډېرې غواګانې په لمپي سکن ویروسي ناروغي اخته شوې او له ۱۲ سوه ډېرې غواګانې ترې مړې شوې دي.»

هغه زیاتوي، د کرنې ریاست امکانات کم دي او نه شي کولای د دې ناروغۍ مخنیوی وکړي، خو هڅه کوي چې د درملنې لپاره يې د مرستندویه ادارو په همکارۍ له بهره واکسین را وغواړي.

ده زیاته کړه: «دا ناروغي په هغو ولسوالیو کې ډېر ده چې ډیورنډ کرښې ته نږدې پرتې دي، موږ ډېرو مالدارانو ته لارښوونې کړې او هغه درمل مو ورته ښودلي چې د ناروغۍ په کنټرول کې مرسته کوي خو تر اوسه د دې ناروغۍ د مخنیوي واکسین نه دی راغلی، کوم کسان چې په خپل سره د دغې ناروغۍ واکسین پلوري، ټول بې‌کیفیته دي او باید غواګانو ته ور نه کړل شي.»

دی وایي، په تېرو څو ورځو کې یې د حیواني درملو له ډېرو پلورنځيو بې‌کیفیته واکسین او درمل ټول کړي او د هغوی فعالیت یې درولی دی.

هغه دغه‌راز په کندهار کې د حکیم محمد الکوزي درمل هم بې‌ګټې وبلل او ویې ویل چې کرنې ریاست د هغه فعالیت بند کړی؛ ځکه جواز نه لري او د جوړو کړو درملو د ګټې او زیان په اړه یې هیڅ معلومات نشته.

وېترنران وایي، خلک باید د (لمپي سکن) پر ناروغۍ اخته غواګانې له نورو څارویو بېلې کړي او دغه‌راز د هغوی ښه خوراک، پاک چاپېریال او هره ورځ یې مینځلو ته پاملرنه ډېره کړي.

د معلوماتو له مخې، د غواګانو د پوستکي ویروسي ناروغي (لمپي سکن) څو میاشتې مخکې په لومړي ځل له پاکستانه د افغانستان سرحدي ولایتونو ته راغله چې اوس په ډېرو ولایتونو کې خپره شوې او زرګونه غواګانې یې مړې کړې دي.

Views: 493

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.