ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې سلګونه کسان پر کولرا ناروغۍ اخته او له امله یې دوه کسان مړه شوي

10 Sep 2022 - 18:13
10 Sep 2022 - 18:13

پارون (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): چارواکي وايي، د نورستان په څلورو ولسوالیو کامدېش، وانټ‌وایګل، دواب او نورګرام ولسوالیو کې سلګونه کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې دوه کسان مړه شوي هم دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس مولوي نقیب‌الله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، د وروستیو سېلابونو له امله په کامدېش، وانټ‌وایګل، دواب او نورګرام ولسوالیو کې د څښاک اوبه ککړې شوې چې له امله یې سلګونه کسان پر کولرا  ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه زیاته کړه، په ناروغانو کې د ډېر عمر کسان، ښځې او ماشومان شامل دي، دوو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

د ده په خبره، له هغه وروسته چې په یادو شوو ولسوالیو کې د کولرا ناروغي خپره شوه، سیمې ته یې روغتیايي ډلې له درملو سره یو ځای لېږلي او اوسمهال یې دا ناروغي مهار کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version