اټلانټا (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۱): سریلانکا د کرکټ اسیا جام پایلوبه کې پاکستان ته په سترې ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.
د دې لوبې – چې تېر ماښام د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شوه – پچه پاکستان وګټله او لومړی یې سریلانکا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د پاکستان د کپتان بابر اعظم دا پرېکړه هغه مهال سمه ثابته شوه چې د سریلانکا پنځه لوبغاړي د لوبې په لسو اوورونو کې یواځې د ۵۰ منډو په ترلاسه کولو وسوځېدل.
خو د سریلانکا پیاوړي لوبغاړي راجاپاسکا د ۷۱ منډو او هسرانګا ډي سلوا د ۳۶ منډو په کولو سره د خپلې لوبډلې ټولې منډې یې په شپږو ویکټو ۱۷۰ ته ورسولې او پاکستان ته یې د ۱۷۱ منډو هدف ورکړ.
د پاکستان لوبډلې هم ښه پیل ونه کړ، کپتان بابر اعظم یو ځل بیا ژر وسوځېد او ورپسې په بل توپ فخر زمان هم له میدانه وایستل شو او د پاکستان لوبډله تر قوي فشار لاندې راغله.
محمد رضوان او افتخار لږ مقاومت وکړ او د خپلې لوبډلې منډې یې تر ۹۳ پورې ورسولې، خو رضوان د ۵۵ او افتخار د ۳۲ منډو په کولو وروسته وسوځېدل او ورپسې د پاکستان نور لوبغاړي هم په وقفه یي توګه وسوځېدل.
د پاکستان ټوله لوبډله په شلم اوور کې په ۱۴۷ منډو وسوځېده او دغه راز د سریلانکا لوبډلې دا لوبه د ۲۳ منډو په ستر توپیر سره وګټله.
په دې بریا سره سریلانکا د اسیا جام اتلولي خپله کړه، د افغانستان یوازېنۍ لوبډله وه چې په دې سیالیو کې یې سریلانکا ته ماتې ورکړې ده.
د سریلانکا لوبغاړی راجاپاکسا د پای لوبې او هسرانګا د دې سیالیو غوره لوبغاړي اعلان شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP