ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سریلانکا پاکستان ته په ماتې ورکولو د اسیا جام اتلولي خپله کړه

سریلانکا پاکستان ته په ماتې ورکولو د اسیا جام اتلولي خپله کړه

author avatar
12 Sep 2022 - 01:21
سریلانکا پاکستان ته په ماتې ورکولو د اسیا جام اتلولي خپله کړه
author avatar
12 Sep 2022 - 01:21

اټلانټا (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۱): سریلانکا د کرکټ اسیا جام پای‌لوبه کې پاکستان ته په سترې ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.

د دې لوبې – چې تېر ماښام د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شوه – پچه پاکستان وګټله او لومړی یې سریلانکا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د پاکستان د کپتان بابر اعظم دا پرېکړه هغه مهال سمه ثابته شوه چې د سریلانکا پنځه لوبغاړي د لوبې په لسو اوورونو کې یواځې د ۵۰ منډو په ترلاسه کولو وسوځېدل.

خو د سریلانکا پیاوړي لوبغاړي راجاپاسکا د ۷۱ منډو او هسرانګا ډي سلوا د ۳۶ منډو په کولو سره د خپلې لوبډلې ټولې منډې یې په شپږو ویکټو ۱۷۰ ته ورسولې او پاکستان ته یې د ۱۷۱ منډو هدف ورکړ.

د پاکستان لوبډلې هم ښه پیل ونه کړ، کپتان بابر اعظم یو ځل بیا ژر وسوځېد او ورپسې په بل توپ فخر زمان هم له میدانه وایستل شو او د پاکستان لوبډله تر قوي فشار لاندې راغله.

محمد رضوان او افتخار لږ مقاومت وکړ او د خپلې لوبډلې منډې یې تر ۹۳ پورې ورسولې، خو رضوان د ۵۵ او افتخار د ۳۲ منډو په کولو وروسته وسوځېدل او ورپسې د پاکستان نور لوبغاړي هم په وقفه یي توګه وسوځېدل.

د پاکستان ټوله لوبډله په شلم اوور کې په ۱۴۷ منډو وسوځېده او دغه راز د سریلانکا لوبډلې دا لوبه د ۲۳ منډو په ستر توپیر سره وګټله.

په دې بریا سره سریلانکا د اسیا جام اتلولي خپله کړه، د افغانستان یوازېنۍ لوبډله وه چې په دې سیالیو کې یې سریلانکا ته ماتې ورکړې ده.

د سریلانکا لوبغاړی راجاپاکسا د پای لوبې او هسرانګا د دې سیالیو غوره لوبغاړي اعلان شول.

Visits: 188

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.