Language

تېر یو کال په کندوز کې درې زره کسانو ته د سواد زده‌کړې زمینه برابره شوې

کندوز ښار (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۱): د کندوز ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د روان کال په لړ کې یې درې زره کسانو ته د سواد زده‎‌کړې زمینه برابره کړې ده.

ځايي چارواکي زیاتوي، په دغه ولایت کې د سواد زده‌کړې د غوښتونکو شمېر اوس هم زیات دی؛ خو د امکاناتو نشتوالي له امله نه شي کولای له دغو پروګرامونو سره د لېوالو کسانو شمېر کې زیاتوالی راولي.

دغه چارواکي له مرستندويه بنسټونو غواړي چې د یادو پروګرامونو په پراخولو کې ورسره همکاري وکړي.

دغه‌راز د کندوز اوسېدونکي د بې‌سوادۍ ستونزه یوه جدي ننګونه ګڼي او له مسوولینو غواړي چې په دغه ولایت کې د سواد زده‌کړې د سیمه‌ییزو ټولګيو شمېر ډېر کړي.

login or register a new account.