کندوز ښار (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۱): د کندوز ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د روان کال په لړ کې یې درې زره کسانو ته د سواد زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
ځايي چارواکي زیاتوي، په دغه ولایت کې د سواد زدهکړې د غوښتونکو شمېر اوس هم زیات دی؛ خو د امکاناتو نشتوالي له امله نه شي کولای له دغو پروګرامونو سره د لېوالو کسانو شمېر کې زیاتوالی راولي.
دغه چارواکي له مرستندويه بنسټونو غواړي چې د یادو پروګرامونو په پراخولو کې ورسره همکاري وکړي.
دغهراز د کندوز اوسېدونکي د بېسوادۍ ستونزه یوه جدي ننګونه ګڼي او له مسوولینو غواړي چې په دغه ولایت کې د سواد زدهکړې د سیمهییزو ټولګيو شمېر ډېر کړي.
د کندوز د پوهنې رياست د سواد زدهکړې امر حضرتالله يوسفزي پژواک ته وويل، د روان کال په ترڅ کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې درې زره کسانو ته د سواد زدهکړې زمينه برابره شوې ده.
هغه زياته کړه، د سواد زدهکړې پروګرامونو ته د لېوالو کسانو شمېر زيات دى، خو د امکاناتو د نشتوالي له امله نه شي کولاى چې د دغه ولايت ټولو سيمو ته دغه پروګرامونه وغځوي.
ده وويل: «موږ په کندوز ولايت کې د سواد د زدهکړې درې زره زدهکوونکي لرو؛ د خلکو غوښتنه ډېره ده، که بنسټونه له موږ سره د ښوونکو، کتابونو او کتابچو په برخه کې همکاري وکړي، کولای شو د سواد زدهکړې پروګرام ته ډېر کسان جذب کړو.»
په ورته وخت کې د کندوز د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو مرستیال غلام رسول حقاني وايي، د ښوونې او روزنې پر وړاندې کوم خنډ نشته او په یو شمېر ولایتونو کې شته ستونزې به ډېر ژر هوارې شي.
هغه زیاته کړه: «الحمدلله اسلامي امارت د خپل هېواد د بچیانو لپاره سل په سلو کې د زدهکړو زمینه برابره کړې او په دې برخه کې هیڅ ډول خنډ نشته؛ خو هغه خنډونه چې موږ او تاسو ورسره مخ یو، هغه هم په ځینو ولایتونو کې دي، ډېر ژر به حل شي.»
بلخوا د کندوز اوسېدونکي بېسوادي یوه جدي ننګونه بولي.
د کندوز يو اوسېدونکي سيد حميدالله پژواک ته وويل: «بېسوادي يوه جدي ستونزه ده؛ زموږ هیله دا ده چې د هرې سیمې په هر کلي کې د سواد زدهکړې کورسونه جوړ شي څو په هیڅ ځای کې بېسوادي پاتې نه شي.»
بل لور ته د کندوز يو شمېر نور اوسېدونکي هم غواړي چې د دغه ولايت ټولو سيمو ته د سواد زدهکړې پروګرامونه وغځول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې په کندوز ولایت کې د جګړو او نورو ستونزو له امله زرګونه کسان له زدهکړو بېبرخې پاتې شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










