ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: د ملګرو ملتونو له نړۍوال سازمانه په ښکاره ناسمه استفاده کېږي

مجاهد: د ملګرو ملتونو له نړۍوال سازمانه په ښکاره ناسمه استفاده کېږي

author avatar
13 Sep 2022 - 01:27
مجاهد: د ملګرو ملتونو له نړۍوال سازمانه په ښکاره ناسمه استفاده کېږي
author avatar
13 Sep 2022 - 01:27

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي وروستۍ څرګندونې ردوي او وایي، له دغه سرچپه قضاوته جوتیږي چې له دغه لوی نړۍوال سازمانه په څومره ښکاره ناسمه استفاده کېږي او په ادرس يې ناسم معلومات خپرېږي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د بحراني وضعیت په اړه د اساسي بدلونونو غوښتونکی شو.

هغه وویل چې د سرپرست حکومت تر واک لاندې د بشري حقونو وضعیت ترینګلی دی؛ د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د حقونو په اړه جدي شاتګ، پر مخالفینو او منتقدینو باندې غچ اخیستونکي بریدونه او د بیان ازادي ځپل د استبداد پر لور نزول دی.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتو د استازي ریچارډ بنېټ راپور مغرضانه او له واقعیتونو لرې دی.

هغه زیاته کړې، بنیټ په خپل راپور کې په افغانستان کې د تېر یو کال په نتیجه کې پر سلګونو پرمختګونو سترګې پټې کړې او یو څو مشخصو مواردو ته يې په غلط برداشت او ناسمو معلوماتو سره اشاره کړې ده.

https://twitter.com/Zabehulah_M33/status/1569414614999355395?s=20&t=3JGnJuI9HNofP6twiTpdKg

مجاهد وایي: «نن په افغانستان کې د ښځو ژوند ته کوم تهدید متوجه نه دی، هيڅ افغان ښځه په جګړو او چاپو کې نه خپله وژل کېږي اونه هم نور خپل خپلوان له لاسه ورکوي، اوس د افغان مېرمنو عزت ته څوک په سپکه نه شي کتلای، د هيڅ افغان مېرمنې اولادونه په بې ګناه ډول په زندانونو کې نه دي پراته.»

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، په هېواد کې ۱۸۱ دولتي او شخصي پوهنتونونه د ښځينه وو او نارینه وو پر مخ خلاص دي، د هېواد پاتې ۷۰ سلنې خاورې ته د تعلیم او تربيې پروسه غځول شوې ده، په معارف، عالي تحصیلاتو، صحت عامه، تذکرو، پاسپوروټونو، هوايي میدانونو، پولیسو، رسنیو، بانکونو او نورو اړینو برخو کې زرګونه افغان مېرمنې په کار بوختې دي.

د مجاهد په وینا، هغه یو شمېر مېرمنې چې د کاري چاپېریال د نه مساعدوالي له امله لا هم خپلو دندو ته نه شي حاضرېدای، معاشونه يې په متواتر ډول په کورونو کې تادیه کېږي، سلګونه هغه بې وزله ښځې او نارینه چې په سوال بوخت وو، له سړکونو راټول او مناسب معاشات ورته تعین شوي او په عام ډول افغانان له جنګ جګړو، ناامنۍ، وژنو او سلو مصیبتونو په امن کې شوي دي.

هغه ویلي، له ظالمانه قیوداتو، پيسو کنګل کېدو او بانکي مشکلاتو سره سره د اقتصادي رفاه لپاره ټول وزارتونه او دولتي ارګانونه په خورا جدیت سره په فعالیت بوخت دي او هلې ځلې کوي.

د سرپرست حکومت ویاند دغه راز زیاته کړې، د افغان لږکیو ټول حقوق خوندي دي، هېڅ یو يې نه وژل شوی، نه نیول شوی، نه يې د عبادت مخه نیول شوې، نه کوم تور پرې پورې شوي، برعکس د هغو سلګونو بریدونو مخه نیول شوې چې د اقلیتونو عبادت ځایونه يې په نښه کول غوښتل، په استثنايي ډول که څو موارد پېښ شوي هم وي، عاملین يې کشف او نیول شوي او پر سختو سزاوو مجازات شوي دي.

د هغه په وینا، له بده مرغه د ملګرو ملتونو په دغه مغرضانه راپور کې یادو ټولو مواردو او مثبتو پرمختګونو ته نه اشاره شوې او نه هم یو مورد ستایل شوی دی.

مجاهد وايي: «له دې سرچپه قضاوته جوتیږي چې له دغه لوی نړۍوال سازمانه په څومره ښکاره ډول سوء استفاده کېږي او په ادرس يې غلط معلومات خپرېږي، دا چې د ملګرو ملتونو له ادرسه بې مسوولیته او عقده‌مندانه څرګندونې خپرېږي او د اسلامي امارت پر ضد خصمانه دريځ نیول کېږي، موږ يې غندو او د تاسف وړ يې بولو.»

د هغه په وینا، ملګري ملتونه باید د ټولې نړۍ د انسانانو عقایدو، نظرونو او باورونو ته درناوی ولري او د مشخصو هېوادونو له مزاج سره برابر موقف ونه نیسي.

مجاهد وایي، د داسې کړنو دوام به د دغه ستر سازمان نړۍوال حیثیت لا هم تر پوښتنې لاندې راولي او واضح به شي چې دغه سازمان نړۍوالو مسایلو ته یوازې د څو هېوادونو له عینکو ګوري او پروپاګند کوي.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.