Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بامیان ځیني اوسېدونکي دغه ولایت کې د برېښنايي تذکرو د وېش له ټکنۍ پروسې شکایت لري

بامیان (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۱): د بامیان اوسېدونکي په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له ټکنۍ پروسې شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې په دې برخه کې پاملرنه وکړي.

د دغه ولایت یوه اوسېدونکي علي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل: «کله چې مې د برېښنايي تذکرې اخیستو ته اقدام وکړ، شاوخوا یوه میاشت وروسته بایومتریک شوم چې تر اوسه درې میاشتې تېرېږي، خو لا مې هم الکترونیکي تذکره نه ده ترلاسه کړې.»

هغه له مسوولینو غواړي چې د دغې پروسې د چټکولو په برخه کې پاملرنه وکړي، که نه نو ښايي خلک د برېښنايي تذکرو له اخېستو زړه‌ماتي شي.

دغه‌راز ‌له وېش وروسته د خدماتو څانګې تړل کېدل هم یوه بله ستونزه ده چې مراجعین یې اندېښمن کړي دي.

د یاد ولایت اوسېدونکې نجیبه حسیني وايي، په انګلیسي کې یې نوم غلط ثبت شوی او څو ځله د خپل نوم د اصلاح لپاره ورغلې ده، خو په وینا یې، اړوند مسوولینو ورته ویلي چې د تذکرې نوم یوازې په مرکز کې اصلاح کېږي.

دا ادعا کوي چې کابل ته د تلو وس نه لري، دغه‌راز له محرم پرته ښايي ونه شي کولای چې اړوندو برخو ته مراجعه وکړي.

د بامیان ولایت د احصائیې او معلوماتو رییس مولوي خیرالله مبارز وايي، خدمات په عادي توګه روان دي او د اسلامي امارت له راتګ وروسته، په دغه ولایت کې شاوخوا ۶ زره برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.

نوموړي د برېښنايي تذکرې د اخېستو د اوږدې پروسې لامل په کابل کې تخینکي ستونزې وبللې او ویې ویل، یاده موضوع له مرکزي مسوولینو سره شریکه شوې او ژر به دغه تخنیکي ستونزې هوارې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.