ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي ځوانان: حکومت دې د سړکونو ساتنې او جوړولو ته پاملرنه وکړي

د دایکنډي ځوانان: حکومت دې د سړکونو ساتنې او جوړولو ته پاملرنه وکړي

author avatar
15 Sep 2022 - 16:17
د دایکنډي ځوانان: حکومت دې د سړکونو ساتنې او جوړولو ته پاملرنه وکړي
author avatar
15 Sep 2022 - 16:17

نیلي (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۱): د دایکنډي یو شمېر ځوانان د دغه ولایت له مسوولینو غواړي چې له پروژو د ساتنې، د نیمه‌کاره سړکونو بشپړولو، د کرونا درملنې د مرکزونو فعالولو او له بشري مرستو د جدي څارنې په برخو کې جدي پاملرنه وکړي.

د دغه ولایت مسوولین وايي، د دغو ځوانانو غوښتنې به د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره شریکې کړي.

د دایکنډي ولایت یوه ځوان محمدحسین دادګر وویل: «له تحول وروسته له ډېرو پراختیايي پروژو سمه ساتنه نه ده شوې او تخریب شوې دي، له بلې خوا د رغنیزو فعالیتونو په درېدو سره ګڼ سړکونه همداسې ناتکمیل پرېښودل شوي چې له امله یې اړینه ده چې حکومتي مسوولین په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.»

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې په دایکنډي کې د کرونا مثبتې پېښې هم ډېرې شوې، خو اوسمهال په دغه ولایت کې د کوويډ۱۹ هیڅ فعال مرکز نشته او دا هم د دایکنډي د خلکو پر وړاندې یوه لویه او اساسي ستونزه ده.

دغه راز یاد ځوان له سیمه‌ییزې ادارې غواړي چې شته بېوزلۍ ته په کتو له بشري مرستو کلکه څارنه وکړي او له بلې خوا ولایتي بودجه په بشپړه توګه په یادو برخو کې ولګوي.

له بلې خوا، د دایکنډي یو مدني فعال سرور برلاس وویل، تر اوسه سیمه‎ییزي ادارې له فساد سره د مبارزې، د حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او مدیریت او امنیت خوندیتوب برخو کې ښې کړنې ترسره کړې دي، خو د حکومتولۍ او له خلکو سره د نږدې کېدو په برخو کې باید له ځوانانو کار واخیستل شي.

هغه دغه راز له مرکزي حکومته وغوښتل چې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانیزي.

په ورته وخت کې د دایکنډي سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د ځوانانو غوښتنو ته درناوی لري او له مرکزي چارواکو سره به یې شریکې کړي.

د دایکنډي والی امین الله عبید وویل، سیمه ییزه اداره د دغه ولایت د ځوانانو غوښتنو ته چې د ټولنې متحصص ځواک او کادرونه دي، جدي پاملرنه لري. هغه زیاته کړه، دغه ځوانان باید له خپل قلم څخه د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې کار واخلي.

د هغه په وینا، د سړکونو بیارغونې په موخه مرکزي مسوولینو ته وړاندیزونه استول شوي او د دې ترڅنګ د دغه ولایت ادارې له فساد سره د مبارزې په برخه کې ښه عمل کړی دی.

د دایکنډي والي څرګنده کړه، دوی پلان لري چې د روږدو درملنې مرکز چې په نیلي کې دی او اوس غیرفعال دی، له ۲۰ څخه ۴۰ بسترونو ته لوړ او ژر یې فعالیت له سره پیل کړي او د دې ترڅنګ د کوویډ ۱۹ د درملنې مرکز د فعالولو لپاره به هم هڅې وکړي.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.