[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) په داسې حال کې له سرپرست حکومته په پنجشېر کې «د اسیرانو وژلو» قضیې د جدي او رڼې څېړنې غوښتنه کړې چې دوه ورځې مخکې ملي دفاع وزارت ویلي وو چې په دې اړه څېړنه کوي.
له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنيزو شبکو کې یو شمېر ویډیوګانې خپرېږي چې ګواکې د سرپرست حکومت امنیتي ځواکونو په پنجشېر کې یو شمېر اسیران په ډزو وژلي دي.
وروسته چې ملګرو ملتونو او ځینو نړۍوالو سازمانونو په دې اړه غبرګون وښود، د ملي دفاع وزارت وویل، که دا ویډيوګانې نوې او د پنجشېر اړوند وي، عاملان به يې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د ملګرو ملتونو یوناما دفتر وایي چې دوی اوس هم د پنجشېر د یادې پېښې په اړه خپلو څیړنو ته دوام ورکوي.
UNAMA continues tracking #Panjshir developments.
Reports of alleged killing of detainees by Taliban appear credible.
Perpetrators must be held to account.
Taliban investigations must be transparent to be taken seriously. pic.twitter.com/ATwv9X6sNF
— UNAMA News (@UNAMAnews) September 19, 2022
سرچینې زیاته کړې، داسې راپورونه او معلومات یې ترلاسه کړي چې هلته د اسیرانو د وژلو ادعاوې سمې دي.
یوناما د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې دا پېښه جدي ونیسي او رڼې څېړنې وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) له دې مخکې هم په پنجشېر او نورو ځایونو کې له «بشري حقونو د جدي سرغړونو» وروستیو ادعاوو په اړه خپله اندېښنه څرګنده او زیاته کړې ده: «وضعیت څاري او غواړي چې د هر جنایت عاملان عدالت ته راکش کړل شي.»
د دفاع وزارت وایي، د دغو ويډيوګانو په اړه چې ایا اوسنۍ دي که مخکنۍ او د پنجشېر ولایت اړوند دي او کنه؟ جدي څېړنې روانې دي.
سرچینې زیاته کړې: «له څېړنو او پلټنو وروسته که ثابته شي چې دا ويډیوګانې تازه او د پنجشېر ولایت اړوند دي، نو خامخا به هغه کسان نیسي او د قانون منګولو ته سپاري چې بندیان یې وژلي دي.»
[/restrict]
Views: 48
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن