ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ډېر ژر به ۱۸ ټنه جلغوزي ایټالیا ته صادر شي

چارواکي: ډېر ژر به ۱۸ ټنه جلغوزي ایټالیا ته صادر شي

author avatar
21 Sep 2022 - 15:06
چارواکي: ډېر ژر به ۱۸ ټنه جلغوزي ایټالیا ته صادر شي
author avatar
21 Sep 2022 - 15:06

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۱): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ډېر ژر به د ۶۰۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۸ ټنه جلغوزي د ځمکې له لارې ایټالیا ته صادر شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه اندازه جلغوزي د رحیم ګردېزي سوداګریز شرکت له لوري یاد هېواد ته صادرېږي.

په خبرپاڼه کې د ګردېزي شرکت له قوله راغلي: «له پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو څخه ۱۸ ټنه جلغوزي راټول او د رحیم ګردیزي په شرکت کې د نړۍوالو معیارونو پر اساس پروسس او بسته‌بندي شوي او د ځمکني ترانزیټ له لارې لومړی ترکیې او وروسته ایټالیا ته صادرېږي.»

په ورته وخت کې، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په یوه ټویټ کې لیکي، ټاکل شوې چې د ۱۸ ټنو په اندازه جلغوزي د ځمکې له لارې ایټالیا ته صادر شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ۱۴۰۱ مالي کال په لومړۍ ربعه کې د ۱۹ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت دوه زره ټنه جلغوزي بهر ته صادر شوي دي.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.