ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نجونو ښوونځیو پرانیستو په اړه د پژواک نظرپوښتنه؛ ۹۹ سلنه ګډونوالو موافقه رایه ورکړې ده

د نجونو ښوونځیو پرانیستو په اړه د پژواک نظرپوښتنه؛ ۹۹ سلنه ګډونوالو موافقه رایه ورکړې ده

author avatar
21 Sep 2022 - 11:49
د نجونو ښوونځیو پرانیستو په اړه د پژواک نظرپوښتنه؛ ۹۹ سلنه ګډونوالو موافقه رایه ورکړې ده
author avatar
21 Sep 2022 - 11:49

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۱): د پژواک پرلیکه نظرپوښتنې د څه باندې ۱۷۵۰۰ ګډونوالو ۹۸.۸ سلنه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پرانیستلو ته موافقه رایه ورکړې، خو پاتې ۱.۲ سلنه نورو بیا مخالفه رایه کارولې ده.

د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دا ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.

خو د پوهنې پخواني سرپرست وزیر مولوي نورالله منیر، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو نه پرانیستل کېدو په اړه د روانې میاشتې په ۲۰مه ارزوګان ته د سفر پر مهال وویل چې د لرو پرتو سیمو خلک نه غواړي پېغلې لوڼې یې ښوونځیو ته لاړې شي او د دغه کار مخالفت کوي؛ خو هڅې روانې دي څو ښوونځیو ته د نجونو د تګ په برخه کې داسې شرایط برابر شي چې ټولو ته د منلو وړ وي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه وویل چې مولوي حبیب‌الله اغا د مولوي نورالله منیر پر ځای د پوهنې وزیر او منیر د مرکزي دارالافتاء د لوی رییس په توګه ټاکل شوي دي.

پژواک خبري اژانس د روانې وږي میاشتې له ۲۷مې تر اوسه (د وږي تر ۳۰مې د سهار شاوخوا اته نیمو بجو) یوه پرلیکه نظرپوښتنه وکړه:

تاسو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو له پرانیستلو سره موافق یاست که مخالف؟

په دې نظرپوښتنه کې ۱۷۵۰۲ کسانو ګډون کړی دی.

له ګډونوالو ۱۷۲۸۸ کسان (۹۸.۸ سلنه) له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو له پرانیستلو سره موافق دي، خو ۲۱۴ کسانو (۱.۲ سلنه) بیا د یادو ښوونځیو له پرانیستې سره مخالفت کړی دی.

د یادونې ده، دغه نظرپوښتنه په انلاین بڼه ترسره شوې او د سروې معیارونه نه شي پوره کولای.

دغه راز نظرپوښتنه درې ځلې د پژواک پر فېسبوکپاڼه خپره شوې او په ټولیږ ډول څه باندې ۱۳۰۰۰ کسانو پرې بېلابېلې تبصرې کړې دي.

عبدالرحیم قیومي لیکلي: «ټول یې موافق یو، په چا يې منې؟»

علم‌ګل سحر هم لیکلي چې د نجونو ښوونځیو له پرانیستو سره موافق دی، خو زیاته کړې يې ده: «ایا دا پوښتنه ضرور وه؟ ٢١مه پېړۍ ګوره او زموږ بحثونه.»

صالح‌محمد صالح بیا وایي: «که خلک مخالف وای، نو تر شپږم ټولګي یې ولې ورباندې زده‌کړې کولې او پوهنتونو ته یې ولې لېږلې؟»

سید بشير بشرمل لیکلي: «نوی نسل چې د جګړو په ناوړه لمن کې زېږېدلی، له ډوډۍ، د څښاک اوبو او له هر څه نه مخکې ورته تعلیم مهم دی، اوسنۍ حکومت او چارواکي دې ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي څو د سیمې او نړۍ په سطح له سیالانو سره سیال شو.»

مزمل حميدي وایي: «دا چې موږ موافق شو نو څه نتيجه به ورکړي… که په رښتيا غواړئ نو يوه غټه ډله خلک برابر کړئ چې لاړ شي قندهار ته، اميرالمومنین سره خبرې وکړي چې فرمان صادر کړي چې خبره خلاصه شي.»

حمیدالله همت او یو شمېرو نورو بیا لیکلي: «موافق خو د اسلام په چوکاټ کې.»

ثناء مزاري لیکلي: «موافق یو خو اسلامي حجاب کې.»

ساحل لیکلي: «دلته تر اوسه هغه تعليمي نصاب نشته چې د اسلامي قوانينو پر بنا ولاړ وي، تر اوسه د امريکا په لاس جوړ شوی نصاب چليږي، اول بايد اسلامي تعليمي نصاب برابر شي، وروسته د افغانستان سرمايه ازاده شي، څو معلمينو ته تنخواه ورکړل شي، وروسته بيا د نجونو د تعليم غم وکړو.»

په دې اړه خلکو نورې بېلابېلې تبصرې هم لیکلې او یو ډېر شمېر کسانو لیکلي «موافق یو» خو لږو بیا لیکلي «مخالف یو»

د راپورونو له مخې، په کور دننه بېلابېلو سرچینو، ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړۍوالو سرچینو هم په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانيستې غوښتنه کړې ده.

Visits: 2371

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.