ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د ١٤ ولايتونو ترمنځ د پانکرېشن سيالۍ پيل شوې

پکتيا کې د ١٤ ولايتونو ترمنځ د پانکرېشن سيالۍ پيل شوې

author avatar
22 Sep 2022 - 17:37
پکتيا کې د ١٤ ولايتونو ترمنځ د پانکرېشن سيالۍ پيل شوې
author avatar
22 Sep 2022 - 17:37

ګردېز (پژواک، ٣١ وږى ١٤٠١): په پکتيا کې د ١٤ ولايتونو د ١٤٠ لوبغاړو ترمنځ د پانکرېشن سيالۍ پيل شوې.

په دغو سيالۍ کې له زابل، نيمروز، کندهار، ننګرهار، فارياب، دايکندي، پنجشير، پروان، بغلان، کاپيسا، کابل، خوست او پکتيا ولايتونو ورزشکارانو ګډون کړى دى.

د يادو سياليو تنظيموونکي سازګل رازمي پژواک خبري اژانس ته وويل: «دغه سيالۍ د ورزشکارانو د تشويق او ظرفيت لوړونې په موخه په لاره اچول شوي او د فدراسيون له مسوولينو څخه غواړو چې د امکاناتو په برابرولو کې راسره مرسته وکړي.»

نوموړى وايي که اسانتياوې ورته برابرې شي په دې برخه کې به ورزشکاران ښې لاسته راوړنې ولري او دغه لوبه به نوره هم پراختيا پيدا کړي.

دغه راز د بدني روزنې اولمپيک رييس نظرمحمد مطمين د دې لوبې پرانیستې پر مهال وويل، غواړي چې د ولايتونو په کچه د پانکرېشن ملې لوبډلې جوړې کړي.

نوموړي ورزشکارانو ته د امکاناتو برابرولو په برخه کې ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د امکان تر حده په دې برخه کې ستونزې هوارې کړي.

د يادونې ده، د پانکرېشن دغه سيالۍ د پکتيا بدني روزنې رياست تر چتر لاندې د پانکرېشن فدراسيون په همکارۍ په لاره اچول شوې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.