ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد اکاډمیک شخصیت سرمحقق سید امین مجاهد ومړ

د هېواد اکاډمیک شخصیت سرمحقق سید امین مجاهد ومړ

author avatar
23 Sep 2022 - 13:01
د هېواد اکاډمیک شخصیت سرمحقق سید امین مجاهد ومړ
author avatar
23 Sep 2022 - 13:01

کابل (پژواک، ۱ تله ۱۴۰۱): د هېواد اکاډمیکه څېره سرمحقق سید امین مجاهد - چې کلونه یې په بېلابېلو ادارو کې کار کړی و - تېره شپه د انګلستان په برمنګم ښار کې د سرطان ناروغۍ له امله مړ شو.

د نوموړي خپلوان او د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي سید نظیم سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، سرمحقق سید امین مجاهد د افغانستان په بېلابېلو ادارو، ملي راډیو ټلوېزیون، نظامي پوهنتون، د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د بشري حقونو کمېسیون، علومو اکاډمۍ او یو شمېر وزراتونو کې دندې اجرا کړې وې.

ده زیاته کړه چې هغه د ژورنالیزم، تاریخ او ادبیاتو په برخو کې پر ګڼو آثارو لرلو سربېره، مشهور شاګردان هم روزلي وو.

دی وايي، نوموړی تېره شپه (د وږي ۳۱مه) د انګلستان د برمنګم ښار په یوه روغتون کې د سرطان ناروغۍ له امله وفات شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.