کابل (پژواک، ۱ تله ۱۴۰۱): د هېواد اکاډمیکه څېره سرمحقق سید امین مجاهد - چې کلونه یې په بېلابېلو ادارو کې کار کړی و - تېره شپه د انګلستان په برمنګم ښار کې د سرطان ناروغۍ له امله مړ شو.
د نوموړي خپلوان او د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي سید نظیم سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، سرمحقق سید امین مجاهد د افغانستان په بېلابېلو ادارو، ملي راډیو ټلوېزیون، نظامي پوهنتون، د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د بشري حقونو کمېسیون، علومو اکاډمۍ او یو شمېر وزراتونو کې دندې اجرا کړې وې.
ده زیاته کړه چې هغه د ژورنالیزم، تاریخ او ادبیاتو په برخو کې پر ګڼو آثارو لرلو سربېره، مشهور شاګردان هم روزلي وو.
دی وايي، نوموړی تېره شپه (د وږي ۳۱مه) د انګلستان د برمنګم ښار په یوه روغتون کې د سرطان ناروغۍ له امله وفات شو.
د ده په خبره، دا چې د اوس لپاره د ځینو ملحوظاتو له امله افغانستان ته د جنازې لېږد ستونزمن دی، جسد یې د امریکا ویرجینیا ښار ته انتقال او په موقت ډول خاورو ته سپارل کېږي.
خو نوموړي یادونه وکړه چې غیابي جنازه به یې په هېواد کې دننه د هغه د پلرني ټاټوبي ننګرهار د کوټ ولسوالۍ په میرانو کلي کې هم تر سره شي.
د هېوا ګڼ لیکوالان او فرهنګیان د سرمحقق سید امین مجاهد مړینه د افغانستان د تاریخ او فرهنګ لپاره یوه ضایعه بولي او وايي چې تشه به یې تر ډېره ډکه نه شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










