ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د متحده عربي اماراتو کرکټ لیګ لپاره ۱۱ افغان لوبغاړي هم اخیستل شوي

د متحده عربي اماراتو کرکټ لیګ لپاره ۱۱ افغان لوبغاړي هم اخیستل شوي

author avatar
27 Sep 2022 - 16:25
د متحده عربي اماراتو کرکټ لیګ لپاره ۱۱ افغان لوبغاړي هم اخیستل شوي
author avatar
27 Sep 2022 - 16:25

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): د متحده عربي اماراتو د ۲۰۲۲ کال د کرکټ په لس اووریزو سیالیو کې، ۱۱ افغان لوبغاړي د بېلابېلو لوبډلو لپاره اخیستل شوي دي.

دغه کرکټ لیګ د روان زېږدیز کال د نوامبر په ۲۳مه، په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي او د همدغه کال د ډسمبر تر څلورمې نېټې دوام کوي.

د يادو سياليو لپاره له بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي پيرل کېږي چې سږ کال ١١ افغان لوبغاړي هم پېرل شوي دي.

په دغو لوبغاړو کې نجیب‌الله ځدراڼ، ابراهیم ځدراڼ، رحمان‌الله ګربز، حضرت‌الله ځاځی، کریم جنت، فضل‌الحق فاروقي، درویش رسولي، اظهار‌الحق نوید، ظاهر خان، نوین‌الحق او مجیب‌الرحمن شامل دي.

د یادونې ده، اوس‌مهال افغان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړۍوال شل اووریز جام سیالیو ته د چمتووالي لپاره په متحده عربي اماراتو کې پر تمریناتو بوخته ده.

Views: 539

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.