جلالاباد (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت امنيه قومانداني وايي، په تېره يوه اونۍ کې د دوو ښځو په ګډون ١۴ کسان د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور نيول شوي دي.
چارواکي وايي، نیول شوو کسانو په قتل، غلا او د نشهیي توکو خرڅلاو کې لاس درلودل.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حاجي رييس زابلي د تلې په ۵مه پژواک اژانس ته وويل، د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبينو په تېرو لسو ورځو کې د قتل، غلا او نشهيي توکو د خرڅلاو په تړاو ۱۴ کسان نيولي دي.
هغه وايي، په نیول شویو کسانو کې دوې ښځې شاملې دي چې يوې د خپلې ملګرې په ملتيا خپل خاوند وژلی چې دواړه د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوې دي.
د نيول شوو مېرمنو له ډلې مريم وويل: «له تېرو ١١ کلونو راهیسې مې ماريا سره ملګرتيا ده، له ډاکټر نه مو دوا راوغوښته، دوا مو ورکړه خو کار يې ونه کړ، خسر مې بازار ته سودا پسې ولېږلو، مېړه مې کوټه کې و، په چاقو مې ووهلو.»
دغهراز د امنیې قوماندانۍ وياند زياته کړه، په نيول شوو کسانو کې پنځه يې د نشهيي توکو په خرڅلاو کې لاس درلودل چې ۱۷۰۰ د ټابلېټ کا ګولۍ، ۳۲۰ ګرامه شيشه او يوه اندازه چرس ترې ترلاسه شوي دي.
نوموړی وايي، په ورته وخت کې امنيتي ځواکونو شپږ وسلهوال غله هم نيولي چې په بېلابېلو وختونو کې يې له خلکو د وسلو په زور غلاوې کولې.
د نيول شوو کسانو له ډلې فرهاد وايي: «څلورو ملګرو جلالاباد ښار کې يو ټيکسي ونيوله، خالص فاميليو سيمې ته لاړو، هلته مو کس نه پيسې، مبايل او موټر واخېستل، خو لږه شېبه وروسته پوليس راغلل او موږ يې ونيولو.»
بل لورته د جلالاباد اوسېدونکي هم ټينګار کوي چې حکومت بايد د وسلهوالو غلو مخه ونيسي، ځکه خلکو ته بېلابېلې ستونزې جوړوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP