Language

بلوڅ ملتپاله ډله وایي، د پاکستان پوځي چورلکه دوی غورځولې ده

اټلانټا (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۱): بلوڅ ملتپالې وسله‌والې ډلې ادعا کړې چې په بلوچستان کې د پاکستان چورلکه دوی ویشتلې او رانسکوره کړې ده.

له دې مخکې د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په بلوچستان کې یې چورلکه غورځېدلې چې د دوو پیلوټانو په ګډون په کې شپږ سرتېري وژل شوي دي.

د بي‌بي‎سي د ر اپور له مخې،  د بلوڅ ملتپالې وسله‌والې ډلې چې د بلوچستان خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي، په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې په یاده چورلکه دوی ویشتلې ده.

د دې ډلې ویاند جیان بلوڅ په یوه اعلامیه کې ویلي، چورلکه یې د بلوجستان په هرنايي سیمه کې رانسکوره کړې او په کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

login or register a new account.