منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلوڅ ملتپاله ډله وایي، د پاکستان پوځي چورلکه دوی غورځولې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۸۴ کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۱): بلوڅ ملتپالې وسله‌والې ډلې ادعا کړې چې په بلوچستان کې د پاکستان چورلکه دوی ویشتلې او رانسکوره کړې ده.

له دې مخکې د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په بلوچستان کې یې چورلکه غورځېدلې چې د دوو پیلوټانو په ګډون په کې شپږ سرتېري وژل شوي دي.

د بي‌بي‎سي د ر اپور له مخې،  د بلوڅ ملتپالې وسله‌والې ډلې چې د بلوچستان خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي، په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې په یاده چورلکه دوی ویشتلې ده.

د دې ډلې ویاند جیان بلوڅ په یوه اعلامیه کې ویلي، چورلکه یې د بلوجستان په هرنايي سیمه کې رانسکوره کړې او په کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

د یادونې ده، څه موده وړاندې هم په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ یوه بله پوځي‌ چورلکه لوېدلې وه چې د کوټې قول اوردو قوماندان جنرال سرفراز علي په کې له پنځو نورو کسانو سره وژل شوی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه