ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينو خبریالانو «اطلاعاتو ته د لاسرسي حق» قانون پلي کېدو غوښتنه وکړه

ځينو خبریالانو «اطلاعاتو ته د لاسرسي حق» قانون پلي کېدو غوښتنه وکړه

author avatar
28 Sep 2022 - 17:52
ځينو خبریالانو «اطلاعاتو ته د لاسرسي حق» قانون پلي کېدو غوښتنه وکړه
author avatar
28 Sep 2022 - 17:52

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): اطلاعاتو ته د لاسرسي ورځې سره هم‌مهاله، ځينو خبریالانو، د رسنیو مسوولینو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو د یوه لیک له لارې له سرپرسته حکومته غوښتي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نافذ او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون دې بېرته فعال کړي.

نن د سپټمبر ۲۸مه چې د تلې له ۶مې سره سمون خوري، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ ده.

«د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیو بنسټونو فدراسیون» غړي میرعلي اصغر اکبرزاده په همدې مناسبت ناسته کې، هغه لیک ولوسته چې د هېواد د بېلابېلو رسنیو د ۵۰۰ خبریالانو او له خبریالانو څخه د  ملاتړو  ۱۳ بنسټونو له خوا د دغه فدراسیون تر چتر لاندې چمتو شوی و.

دغه لیک چې د ریاست الوزراء مقام ته لیکل شوی، له سرپرست حکومته په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت په تړاو درېیو مواردو ته د پاملرنې غوښتنه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.