ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«بغلان کې یو کس له غلا کړو ۲،۴ میلیون افغانیو سره نیول شوی»

«بغلان کې یو کس له غلا کړو ۲،۴ میلیون افغانیو سره نیول شوی»

author avatar
1 Oct 2022 - 14:44
«بغلان کې یو کس له غلا کړو ۲،۴ میلیون افغانیو سره نیول شوی»
author avatar
1 Oct 2022 - 14:44

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۱): د استخباراتو ریاست وایي، امنیتي ځواکونو په بغلان کې یو کس له ۲.۴ میلیون غلا شویو افغانیو سره نیولی او په پکتیکا کې یې له یوه کوره په ناقانونه ډول ساتل شوې سپکې او درنې وسلې ترلاسه کړې دي.

د استخباراتو لوی ریاست پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د بغلان ولایت د استخباراتو ریاست منسوبینو د دغه ولایت مرکز پلخمري ښار کې یو «غل» - چې له یوه صراف څخه یې څه باندې دوه عشاریه څلور میلیونه افغانۍ غلا کړې وې - نیولی دی.

سرچینه زیاتوي چې یادې پیسې یې اصلي مالک ته وسپارل شوې.

سرچینې یوه وېډیو هم خپره کړې ده. د ګل‌الرحمن په نوم صراف په دغه ویډیویي کلېپ کې وایي چې د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ اوسېدونکی دی او یادې پیسې ترې شاخوا یوه میاشت مخکې تښتول شوې وې.

دغه‌راز یاد ریاست لیکلي: «د پکتيکا ولايت د استخباراتو رياست منسوبينو د ياد ولايت په تروې ولسوالۍ کې د تېرې ادارې د سرحدي قومندان (علم ګل) په کور کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات چې په ناقانونه توګه ساتل شوي وو، کشف او ترلاسه کړل.»

سرچینې په دې اړه جزییات نه دي ورکړي، خو په دې تړاو په خپره شوې وېډیو کې دوه توپونه، څو میله سپکې وسلې او  ګڼ شمېر مرمۍ ښکاري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.