ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۳۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

ننګرهار کې ۳۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
2 Oct 2022 - 16:24
ننګرهار کې ۳۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
2 Oct 2022 - 16:24

جلال اباد (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۱): د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، په دغه ولايت کې ۳۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري چې له امله يې ٧٠زره زده‌کوونکي په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

د پوهنې رياست مسوولين وايي، هڅې يې پيل کړې چې د دولت د بودجې له لارې او د نورو خيريه او مرستندويه ادارو په همکارۍ، دغو ښوونځيو ته د ودانيو او سرپناه جوړېدو زمينه برابره کړي.

زده‌کوونکي هم په ښوونځيو کې د سرپناه نشتون اندېښمن کړي او له پوهنې وزارته غوښتنه کوي چې دوی ته دې د زده‌کړو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په ننګرهار کې یو له دغو بې‌سرپناه ښوونځيو د دره نور ولسوالۍ د ستن کلي د اناثو لومړنی ښوونځی دی چې زده‌کوونکي یې د ښوونځي ودانۍ نشتوالي له امله د ونو او دیوالونو تر سیوري لاندې زده‌کړې کوي.

د یاد ښوونځي يوه ښوونکي جمعه‌خان پژواک اژانس ته وویل، ښوونځی ودانۍ او د زده‌کونکو لپاره سرپناه نه لري چې له امله یې زده‌کوونکي د باد او باران پرمهال له ستونزو سره مخ وي.

دغه‌راز د اچين ولسوالۍ د مامند سيمې د يوه دولتي ښوونځي زده‌کوونکي عبدالله پژواک ته وویل، د ښوونځي د سرپناه نشتوالي له امله زړه‌ماتی شوی او ان کله کله زده‌کړې هم ترې پاتې کېږي.

د ننګرهار ولايت د خوږیاڼو ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک محمد انور له حکومته غوښتنه وکړه چې اړوند چارواکي دې د پوهنې بهیر د لا پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

هغه پژواک ته وويل: «خوږياڼو کې ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري او ډېر کله مو اولادونه د باران او تېز باد پرمهال ښوونځي ته نه ځي، ځکه هلته سرپناه نشته او دوی له زده‌کړو پاتې کېږي، له حکومت غواړو چې د دې ښوونځي لپاره دې ودانۍ جوړې کړي.»

بلخوا د ننګرهار د پوهنې ریاست وياند فرهاد ستانکزي پژواک ته وويل چې په دغه ولایت کې ٣٠٠ ښوونځي ودانۍ نه لري چې له امله يې ٧٠زره زده‌کوونکي په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

دی وايي: «په دې کې یې بیا ۱۱۲ داسې ښوونځي دي چې هېڅ سرپناه او احاطه نه لري، په دغه ښوونځیو کې ۷۰زره زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي او موږ هڅه کې یو د نورو ادارو په همکارۍ شته ستونزو ته د حل لار پیدا او په ښوونځیو کې د سرپناه او نورو برخو ستونزې حل کړو.»

د نوموړي په خبره، پوهنې وزارت ژمنه کړې چې د ښوونځیو د سرپناه په برخه کې همکاري کوي او تمه شته چې ګڼو زده‌کوونکو ته به د زده‌کړو مناسب چاپېریال رامنځته شي.

د يادولو ده، په ننګرهار کې د تېرو څو کلونو پر مهال جګړو هم د ډېرو ښوونځيو ودانۍ زيانمنې کړې او يا يې هم له منځه وړې دي.

Views: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.