کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني د جزئیاتو له ورکولو پرته وايي چې د کابل ښار په میرویس میدان کې اورلګېدنې مالي زيانونه اړولي او دوه کسان په کې برسېرن ټپيان شوي دي.
د کابل ښار په میرویس میدان سیمه کې نن سهار شاوخوا اته بجې په «احمدي مارکېټ» کې اور ولګېد او وروسته دغه اور د «اباسین ځدراڼ» په نوم بل مارکېټ ته هم وغځېد.
په دغو مارکېټونو کې د نارینه وو، ښځو او ماشومانو جامې او نور توکي پلورل کېږي او د اباسین ځدراڼ په لومړي پوړ کې سره زر هم پلورل کېږي.
د کابل امنیې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ د پېښې په ځای کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اور وژنې ډلې پر وخت سیمې ته ورسېدې او اور یې کنټرول کړ.
هغه زیاتوي: «د ملي دفاع وزارت چورلکې هم سيمې ته د دې په خاطر راغلې چې خدای مه کړه څوک په اور کې بند پاتې نه وي.»
د ځدراڼ په وينا، اورلګېدنې دوه هټۍوال سرسري ټپيان کړي خو د اور شدت ته په پام هومره مالي زیانونه نه دي اوښتي. دی وایي چې په دې اړه به وروسته له رسنيو سره معلومات شريک کړي.
د هغه په وينا، اورلګېدنه په يو مارکېټ کې رامنځته شوې او بل ته هم رسېدلې، د بررسۍ ټيمونه ورغلي څو د اورلګېدنې لامل معلوم کړي.
د کورنيو چارو وزارت د اور وژنې د سوق ادارې څانګې مشر نقیب الله قادري پژواک ته وویل: «موږ ته یې په اوو بجو او ۵۰ دقيقو اطلاع راکړه چې اورلګېدنه شوې، موږ په اتو بجو او پنځو دقيقو راورسېدو او اور مو کنټرول کړ.»
د ملي دفاع وزارت لیکلي چې یاده اورلګېدنه د ۳۱۳ مرکزي قولاردو د لومړۍ لوا د اوروژنې ټیم او اړوندو ادارو په مرسته مهار شوه.
سرچینه زیاتوي چې په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت چورلکې د اوروژنې سيمې ته ورغلې او د هوا له لارې يې د ژغورنې عمليات ترسره کړل.
احمدي مارکېټ کې د ښځو جامو پلورونکی عرفان احمدي وایي: «په کور کې وم چې کوچني ورور مې زنګ وکړ چې د مارکېټ په چت کې اور لګېدلی، ډېر ژر راغلو څو خپل مالونه وباسو، لږ ټپي هم شوم او يو څه اندازه مال مو راوایست خو نور پاتې دی.»
د اباسین ځدراڼ مارکېټ هټۍوال حاجي اولداد چې په ياد مارکېټ کې د ماشومانو جامې پلوري، وايي: «په کور کې وم، ملګري مو زنګ وکړ چې احمدي مارکېټ اور اخيستی، کله چې راغلم نو اور د اباسین ځدرا« مارکېټ ته سرايت کړی و؛ د اسلامي امارت مجاهدينو د اور وژنې په برخه کې ډېر تکلیف وايست؛ مننه ورنه کوو.»
Views: 466
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن