ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان اوسېدونکي: د یوه سیم‌کارټ اخیستلو لپاره په ورځو انتظار کوو

د اروزګان اوسېدونکي: د یوه سیم‌کارټ اخیستلو لپاره په ورځو انتظار کوو

author avatar
5 Oct 2022 - 16:48
د اروزګان اوسېدونکي: د یوه سیم‌کارټ اخیستلو لپاره په ورځو انتظار کوو
author avatar
5 Oct 2022 - 16:48

ترینکوټ (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۱): د اروزګان اوسېدونکي په دغه ولایت کې له ټکنیو مخابراتي خدماتو او ورو فعالیته سر ټکوي او وايي، اړ دي چې د یوه سیم‌کارټ اخیستلو لپاره په ورځو- ورځو انتظار وکړي.

په مرکز ترینکوټ ښار کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د خرڅلاو یوازینۍ څانګې ته هره ورځ د یاد ولایت د لرو سیمو او ولسوالیو سلګونه خلک د سیم‌کارټ اخیستلو لپاره مراجعه کوي خو ناهیلي بېرته ستنېږي.

د اروزګان د چورې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالظاهر پژواک خبري اژانس ته وویل، نهه ورځې کېږي چې له ولسوالۍ ترینکوټ ښار ته د سیم‌کارټ اخیستلو لپاره راغلی، خو تر اوسه یې په اخیستو نه دی توانېدلی.

هغه زیاته کړه: «هر سهار وختي راځم او د افغان بېسیم څانګې مخ ته په نوبت کې درېږم، تر څلورو بجو انتظار کوم خو په پای کې د رد ځواب راکول کېږي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.