ترینکوټ (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۱): د اروزګان اوسېدونکي په دغه ولایت کې له ټکنیو مخابراتي خدماتو او ورو فعالیته سر ټکوي او وايي، اړ دي چې د یوه سیمکارټ اخیستلو لپاره په ورځو- ورځو انتظار وکړي.
په مرکز ترینکوټ ښار کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د خرڅلاو یوازینۍ څانګې ته هره ورځ د یاد ولایت د لرو سیمو او ولسوالیو سلګونه خلک د سیمکارټ اخیستلو لپاره مراجعه کوي خو ناهیلي بېرته ستنېږي.
د اروزګان د چورې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالظاهر پژواک خبري اژانس ته وویل، نهه ورځې کېږي چې له ولسوالۍ ترینکوټ ښار ته د سیمکارټ اخیستلو لپاره راغلی، خو تر اوسه یې په اخیستو نه دی توانېدلی.
هغه زیاته کړه: «هر سهار وختي راځم او د افغان بېسیم څانګې مخ ته په نوبت کې درېږم، تر څلورو بجو انتظار کوم خو په پای کې د رد ځواب راکول کېږي.»
دی وايي، مخابراتي شبکې په چوره ولسوالۍ کې کومه څانګه نه لري چې سیمکارټ ترې واخلي، خو په عامو دوکانونو کې بیا یو سیمکارټ په ۲۷۰۰ کلدارې پلورل کېږي چې هر څوک یې نه شي پېرلی.
اغاجا بیا د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د سیمکارټ پېرلو لپاره ترینکوټ ښار ته راغلی دی.
نوموړي پژواک اژانس ته وویل، د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د خرڅلاو څانګه یوازې هغو ته ژر سیمکارټ ورکوي چې واسطه لري، هغوی چې واسطه نه لري باید په ورځو ورځو د یوه سیمکارټ اخیستلو لپاره انتظار وکړي.
هغه زیاته کړه، د نارینهوو ترڅنګ ښځې هم د یادې شوې څانګې مخې ته په اوږدو لیکو کې انتظار باسي، خو نه یې شي تر لاسه کولای او همداسې ناهیلي بېرته کورونو ته ستنېږي.
هڅه مو وکړه د خلکو د دغو ستونزو په اړه د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د مسوولینو نظر واخلو، خو هغوی په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
د اروزګان د مخابراتو ریاست چارواکي د خلکو ستونزې مني او وايي، افغان بېسیم شرکت په دغه ولایت کې د خرڅلاو یوازې یوه څانګه لري چې د خلکو ګڼهګوڼه ورباندې ډېره ده.
د یاد ریاست رییس محمدحنیف تصور پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې په اروزګان کې د مخابراتي خدماتو له پراختیا سره سیمکارټونو ته اړتیا ډېره شوې او خلک د پخوا په پرتله ډېره مراجعه کوي.
هغه زیاته کړه، پلان شته چې یاد شوی مخابراتي شرکت په راتلونکو څو اوونیو کې په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د خرڅلاو څانګې ډېرې کړي چې ورسره به د خلکو اوسنۍ ستونزې حل شي.
دا یوازې د مخابراتي شبکو د خرڅلاو څانګو ورو او ټکنی فعالیت نه دی چې خلک شکایت ورڅخه کوي، بلکې د یاد ولایت په ډېرو سیمو کې غږیز او انټرنیټي خدماتو ته نه لاسرسی هغه ستونزې دي چې اروزګانیان له پخوا ورسره مخ دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










