ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي حسن: کندوز کې ۱۴۶زره جریبه دولتي ځمکې غصب شوې دي

مولوي حسن: کندوز کې ۱۴۶زره جریبه دولتي ځمکې غصب شوې دي

author avatar
6 Oct 2022 - 16:51
مولوي حسن: کندوز کې ۱۴۶زره جریبه دولتي ځمکې غصب شوې دي
author avatar
6 Oct 2022 - 16:51

کندوز (پژواک، ١۴ تله ١۴٠١): په کندوز کې د غصب شوو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسیون رییس وایي، په دغه ولایت کې ۱۴۶زره جریبه دولتي ځمکې غصب او تر اوسه سلګونه جريبه یې بېرته راګرځول شوې دي.

په کندوز کې د کرنې او غصبي ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسيون مشر مولوي امان‌الله حسن له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پرمهال وويل، د دغه کمېسیون له خوا تر اوسه په دغه ولایت کې ۱۴۶زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې تثبیت شوې دي.

نوموړی وایي، ډېری غصب شوې ځمکې د دغه ولایت په مرکز او پاتې نورې یې په ولسوالیو کې دي چې د زورواکو او یو شمېر پخوانیو حکومتي چارواکو له خوا غصب شوې دي.

هغه وویل: «د اسلامي امارت په راتګ سره، د غصب شوو دولتي ځمکو کمېسیون ۱۴۶زره جریبه ځمکې په مرکز او ولسوالیو کې تثبیت کړې او ۳۰۰ جریبه یې بېرته راګرځولې ده؛ دغه لړۍ دوام لري، موږ غصب شوې ځمکې له غاصبانو راګرځوو او په اجاره یې ورکوو.»

حسن وایي، ډېرې ځمکې چې د دغه ولایت په مرکز کې غصب شوې، پر هغو د استوګنې کورونه جوړ شوي دي.

هغه وايي چې همدا اوس پر هغو ځمکو چې د استوګنې کورونه پکې جوړ شوي، د سکیج او کورکي چارې دوام لري او د کار له ختمېدو وروسته به یې راپور له حکومتي چارواکو سره شریکوي څو په اړه یې تصمیم ونیسي.

په همدې حال کې، د کندوز اوسېدونکي د غصب شوو ځمکو له تثبیت او بېرته راګرځولو هرکلی کوي او د دغه بهیر د چټکېدو غوښتونکي دي.

د کندوز اوسېدونکی ایام سخي وایي: «موږ له دغه کاره ملاتړ کوو؛ په تېرو ۲۰ کلونو ډېرې دولتي ځمکې غصب شوې، د غاصبینو پر وړاندې باید جدي اقدام وشي او ټولې غصب شوې ځمکې دې بېرته وګرځول شي.»

د کندوز ولایت یو شمېر نور اوسېدونکي هم له حکومته غواړي چې د ځمکو له غاصبانو سره دې جدي چلند وکړي.

د تېر حکومت د ځمکو ادارې د شمېرو له مخې، په ټول افغانستان کې تر درې میلیون جریبه ډېرې دولتي او شخصي ځمکې غصب شوې دي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.