ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: د افغانستان د اقتصاد لس کلنې لاسته‌راوړنې په یوه کال کې له منځه تللې دي

ملګري ملتونه: د افغانستان د اقتصاد لس کلنې لاسته‌راوړنې په یوه کال کې له منځه تللې دي

author avatar
6 Oct 2022 - 08:04
ملګري ملتونه: د افغانستان د اقتصاد لس کلنې لاسته‌راوړنې په یوه کال کې له منځه تللې دي
author avatar
6 Oct 2022 - 08:04

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو‌این‌ډي‌پي) وایي، یوازې بشري مرستې نه شي کولی چې د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې (یو‌این‌ډي‌پي) پرون د تلې په ۱۳مه، پخپل کلني راپور کې ادعا کړې  چې تېر کال د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د افغانستان رسمي اقتصاد په فاجعه‌بار ډول سقوط کړی او له ۹۵ تر ۹۷ سلنه افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

سرچینې زیاته کړې، له یوه کال څخه په کمه موده کې د افغانستان د اقتصاد ۱۰ کلنې لاسته‌راوړنې محوه شوې دي.

په راپور کې راغلي، د تېر کال په اګست میاشت کې د نوي سرپرست حکومت له جوړېدو مخکې د افغانستان ناخالص داخلي تولید شاوخوا ۲۰ میلیارده ډالر وو چې دا وړ رقم دی.

د اسیا او پسفیک لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام رییس کاني ویګناراجا ویلي، د یو کال په موده کې د افغانستان ناخالص داخلي تولید شاوخوا پنځه میلیارده ډالر زیان لیدلی دی.

هغه زیاته کړې: «په دغه کچه پيسې، د هغې شتمنۍ برخه ده چې په تېرو ۱۰ کلونو کې راغونډې شوې وې او یوازې په ۱۰ میاشتو کې له منځه ولاړې. دا ډول ډراماټیک سقوط مې د نړۍ په بل هیڅ ځای کې نه و لیدلی.»

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل چې د خوراکي توکو بیه د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې ۳۵ سلنه لوړه شوې ده او افغانان تر ۸۰ سلنې پورې خپل عاید پر خوراکي توکو او نفتو مصرفوي.

خو د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې له روسیې سره د تېلو او نورو توکو له تړون سره به د توکو بیې ډېرې ټیټې شي.

په راپور کې راغلي چې له هرو پنځو ماشومانو څخه یو د جدي خوارځواکۍ له خطر سره مخ دی او په ځانګړي ډول د هغه هېواد په سوېل کې.

د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې په دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال تر نیمایي پورې، ۷۰۰ زره دندې له منځه ولاړې چې تر ډېره مېرمنې پکې بوختې وې.

خو د افغانستان سرپرست حکومت ویلي چې د پخواني رژیم سلګونه زره کسان اوس هم پر دندو بوختې دي.

د ملګرو ملتونو د دغه راپور له مخې، د رسمي اقتصاد سقوط په افغانستان کې د غیر رسمي اقتصاد د اهمیت د لوړېدو لامل شوی چې ۱۲ تر ۱۸ سلنه ناخالص داخلي تولید جوړوي. تېر کال د افغانستان د غیر رسمي اقتصاد کچه ۱۴ سلنه وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر عبدالله الدرداري ویلي، یوازې بشري مرستې نه شي کولی چې د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه ونیسي.

ده زیاته کړې، هغه افغانان چې مرستو ته اړتیا لري په تېرو ۱۴ میاشتو کې، له ۱۹ میلیون څخه ۲۲ میلیونو ته زیات شوي دي.

د الدرداري په وینا، ملګري ملتونه غواړي چې په راتلونکو دریېو کلونو کې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د احیا، له محلي ټولنو سره د کار او پر متشبثو مېرمنو د تمرکز، د کرنیزو تولیداتو د احیا او د وړو پورونو او بانکدارۍ له لارې دوه میلیونه دندې رامنځ ته کړي.

له دې مخکې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه راپور کې ویلي وو چې ټاکل شوې د روان میلادي کال تر نومبر میاشتې پورې، شاوخوا شپږ میلیونه افغانان د لوږې له پلوه په بېړني حالت کې راشي.

[/restrict]

Views: 84

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.