ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۵۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې ۵۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
9 Oct 2022 - 17:11
تېره اونۍ افغانستان کې ۵۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
9 Oct 2022 - 17:11

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۱): تېره اونۍ، افغان چارواکو له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو د ژر پرانیستل کېدو لپاره له هڅو خبر ورکړ، له نړۍ سره یې په تعلیمي ډګر کې پر مثبتو تعاملاتو ټینګار وکړ، ویې ویل چې افغانستان د هیچا لپاره ګواښ نه دی او نړۍوال دې ورسره له خصمانه دریځه لاس واخلي.

  • مجاهد: هڅې روانې دي چې ژر تر شپږم تولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.
  • امریکایي او پاکستاني چارواکي: د یوه سوله‌ییز، سوکاله او باثباته افغانستان لپاره باید هڅې وشي.
  • د پوهنې سرپرست وزیر: افغانستان له نړۍ سره په تعلیمي ډګر کې د مثبتو تعاملاتو غوښتونکی دی.
  • کرزی: د تلپاتې سولې او ثبات لپاره باید د افغانانو ترمنځ ملي ډیالوګ ژر پیل شي.
  • کابل: افغانستان د هیچا لپاره ګواښ نه دی، نړۍوال دې له خصمانه دریځه لاس واخلي.
  • ډبلیو‌ایف‌پي: تر شپږو میاشتو هره میاشت له ۱۵ میلیون افغانانو سره مرستې کوو.
  • لیزا کرټیس: امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته ننوځي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپيان وو.

د کورنيو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت په يوه فرعي جومات کې د چاودنې له امله څلور لمونځ کوونکو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵ نور ټپيان دي.

دغه‌راز، د کابل امنیه قومانداني وايي، ناپېژاندو وسله‌والو په کابل ښار کې دوه کسان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

امنيتي چارواکي دا هم ویلي چې په کابل کې دوه «سړي تښتونکي» له امنيتي ځواکونو سره د مقاومت په پایله کې  وژل شوی او په کونړ کې يې د یو لړ عملیاتو پرمهال د داعش ډلې درې غړي وژلي دي.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله‌والو په فراه، فارياب او تخار ولایتونو کې درې کسان وژلي، په بدخشان کې يو کس دوه مېرمنې وژلي، په کندهار کې يوه پلار خپل درې زامن وژلي، په ننګرهار کې یوه کس خپل تره او د تره ښځه وژلي دي او په پکتيکا کې د يوې ښځې مړی موندل شوی دی.

راپورونه ښيي، په پکتيکا کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله يو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې، پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځېنو پېښو په اړه یې راپور نه وي تر لاسه کړی او یا سرچینو د دغې مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه وي ښودلی.

وړمه اونۍ، د مرګ‌ژوبلې په اړه سرچینو بېلابېلې څرګندونې کړې وې؛ ځینو سرچینو ۶۹، خو ځینو نورو بيا ۱۳۰ ښودلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

مجاهد: هڅې روانې دي چې ژر تر شپږم تولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شي

د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دا ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.

خو د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد تېره اونۍ وویل، هڅې روانې دي چې ژر تر ژره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شي او د دې ستونزې د حل لپاره په لوړه کچه کار پیل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا يو شمېر قومي مشرانو هم تېره اونۍ وویل، د نجونو ښوونځیو بند پاتې کېدو سخت اندېښمن کړي او لورګانې يې په کورونو کې د ښوونځيو پرانيستو ته په بې‌صبرۍ په تمه دي.

تېره اونۍ، د کابل والي مولوي ندامحمد ندیم په کابل کې له ښوونکو سره د ليدنې پر مهال وویل چې د عصري علومو زده‌کړه د ټولنې اړتيا ده؛ ځکه یو هېواد اړتیا لري چې ډاکټر ولري، پیلوټ ولري او د دې لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل ضرور دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس د تېرې وږي میاشتې په ۲۹مه، د خپرې شوې پرلیکه سروې پایلې ښیي چې د څه باندې ۱۷۵۰۰ ګډونوالو له ډلې ۹۸.۸ سلنه ویلي و چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي، خو ۱.۲ سلنه نورو یې له پرانیستې سره مخالفت کړی دی.

نړۍوال او افغانستان

د راپورونو له مخې، د امریکا متحدو ایالتونو او د پاکستان پوځي مشرانو د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي او په سیمه کې د ثبات لپاره باید په ګډه کار وشي.

راپورونه ښيي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ په یوه رسمي سفر اسلام‌اباد ته تللی، هلته يې د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت له وزیرې مېرمن حنا رباني کر سره ليدلي او دواړو لورو ویلي چې د یوه سوله‌ییز، سوکاله او باثباته افغانستان لپاره باید هڅې وشي.

د راپورونو له مخې، د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب‌الله آغا د اروپایي ټولنې له استازي توماس نیکولسن سره ناسته کې وویل، افغانستان له ټولې نړۍ، په ځانګړې توګه له اروپايي ټولنې سره په تعلیمي ډګر کې د نږدې اړیکو او مثبتو تعاملاتو غوښتونکی دی. دغه‌راز، نیکولسن ژمنه کړې چې یاده ټولنه به د افغانستان د یوه متحد په توګه له دغه هېواد سره د همکاریو دروازه د تل لپاره پرانیستې ساتي.

دغه‌راز، توماس نیکولسن، د عدلیې وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي سره د ليدنې پرمهال، په افغانستان کې د «ترهګرۍ» پر وړاندې مبارزې په اړه اندېښنه ښودلې، خو شرعي ويلي: «ټول افغانستان د اسلامي امارت تر واک او کنټرول لاندې دی، هيڅ ډول اندېښنه نشته، خلک له اسلامي امارته خوښ دي او اسلامي امارت هم د خلکو په خدمت کې دی.»

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د بلخ په حیرتان بندر کې له ازبکستاني پلاوي سره تر ناستې وروسته هوکړه شوې چې په راتلونکي کې به د هر ډول سرحدي سرغړونو د احتمال مخنیوی کوي. په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډې پولې د لا ښه امنیت د تينګښت، ننګونو حل، لازمې همغږۍ، د سرحدي ځواکونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

ملي ډيالوګ او بشري حقونو ته درناوی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په افغانستان کې د یوناما له سرپرست مارکس پوټزل سره په لیدنه کې هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ پر ژر پیلېدو ټینګار کړی دی.

تېره اونۍ، د افغانستان  لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډېکر وویل، هېواد یې یو ځل بیا په افغانستان کې د نظامي ښکېلتیا اراده نه لري، غواړي د افغانستان سرپرست حکومت د ډیپلوماتیکو او سیاسي اړیکو له لارې وهڅوي چې بشري حقونو ته درناوی ولري.

کابل: نړۍوال دې د افغانستان پر وړاندې له خصمانه دریځه لاس واخلي

د افغانستان سرپرست حکومت د تلې د ۱۵مې په مناسبت چې پر افغانستان د امریکا د برید له ۲۱مې کلیزې سره برابره ده، اعلامیه خپره کړه.

په یاده اعلامیه کې راغلي: «له نن څخه یوویشت کاله وړاندې په همدې ورځ، د وخت امریکایي حکومت بې له کوم مجوز او معقول دلیل څخه پر افغانستان پوځي یرغل وکړ؛ د دغه ظالمانه یرغل په پایله کې زموږ مظلوم او بېچاره ولس له یو مشروع او منل شوي نظامه بې برخې او له سختو کړاوونو، شهادتونو، ټپونو او مهاجرتونو سره مخ شو.»

سرچینه زیاتوي، د افغانستان سرپرست حکومت یو ځل بیا اعلانوي چې د افغانستان خاوره د هیچا لپاره ګواښ نه دی او نه هم د چا پر وړاندې د ناسمې استفادې اجازه ورکول کېږي.

په اعلامیه کې له نورو هېوادونو هم غوښتل شوي چې د افغانستان پر وړاندې خصمانه دریځ ونه نیسي او د افغانستان د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره دې خنډونه نه جوړوي.

د بشري مرستو دوام

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د نړۍوالو بشري مرستو په لړ کې د ۸۰ میلیون امریکايي ډالرو دوې نغدي بستې کابل ته راورسېدې. دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي، په تېر یوه کال کې له افغانانو سره د مرستې په موخه افغانستان ته څه باندې یو میلیارد ډالر راوړي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د روان میلادي کال د اکټوبر میاشتې له پیل څخه بیا د راتلونکي کال تر مارچ پورې په افغانستان کې هره میاشت له ۱۵ میلیون ډېرو کسانو سره مرسته کوي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازي توماس نيکولسن د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست مولوي اميرخان متقي سره په ليدنه کې، افغانستان کې د انکشافي کارونو پر ترسره کولو د ټینګار ترڅنګ ویلي، اروپايي ټولنه، امريکا او شريکان يې اوس دې پايلې ته رسېدلي چې په افغانستان کې يوازې بشري مرستې اقتصادي ستونزې نه شي حل کولای او په کار ده چې انکشافي کارونه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې (یو‌این‌ډي‌پي) په خپل کلني راپور کې ادعا کړې چې تېر کال د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د افغانستان رسمي اقتصاد په فاجعه‌بار ډول سقوط کړی او له ۹۵ تر ۹۷ سلنه افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

ګل‌رحمان قاضي: اساسي قانون د وخت مهمه اړتیا ده

تېره اونۍ، پر اساسي قانون د څار مخکني کمېسیون غړي ګل‌رحمان قاضي د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې وویل  چې اساسي قانون د وخت مهمه اړتیا ده.

پوهاند ګل‌رحمان قاضي اساسي قانون، ملي تفاهم او پر حکومت ملي او بین‌المللي باور د وخت مهمه اړتیا وبلله او ويې ویل، افغانان نور له جګړې ستړي دي، په هیڅ صورت يې دوام او د اوسني نظام بدلون نه غواړي.

لیزا کرټیس: امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریمه افغانستان ته ننوځي

د راپورونو له مخې، د امریکا د ملي امنیت شورا د سوېلي اسیا څانګې پخوانۍ مشرې لیزا کرټیس وویل، امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته تېرېږي او له دې لارې د «الظواهري په وژلو کې» د پاکستان مرسته مهمه وه.

وروسته له هغې چې امریکا په تېره جولای میاشت کې په کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر ورکړ، افغانستان ته د امریکايي بې‌پیلوټه الوتکو راتګ په اړه اندېښنې راپورته شوې.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد هم تېره میاشت ویلي و چې امريکايي بې‌پيلوټه الوتکې د پاکستان له حريمه د افغانستان فضا ته ننوځي او له پاکستانه یې غوښتي و چې خپله فضا د افغانستان پر ضد ونه کاروي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت، د مجاهد دغه څرګندونې رد کړې او هغه یې د خواشينۍ وړ او د رسمي دریځ څرګندولو د اصولو پر خلاف ګڼلې وې.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم څه موده مخکې د افغانستان فضا ته د امریکایي الوتکو د راتګ په اړه دوه احتماله ښودلي وو او زیاته کړې یې وه چې امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې د افغانستان هوایي حریم ته یا له دوحې څخه د پاکستان له لارې او یا هم له تاجکستانه داخلېږي.

Visits: 105

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.