ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په درېيو ولایتونو کې له څه باندې ۱۳ زره کورنیو سره مرسته وشوه

په درېيو ولایتونو کې له څه باندې ۱۳ زره کورنیو سره مرسته وشوه

author avatar
9 Oct 2022 - 18:14
په درېيو ولایتونو کې له څه باندې ۱۳ زره کورنیو سره مرسته وشوه
author avatar
9 Oct 2022 - 18:14

کلات، ميدان‌ښار، محمودراقي (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۱): په زابل کې نن له ۵ زره ۱۲۵، میدان وردګو کې له ۵۰۰۰ او کاپيسا کې له ۳۰۰۰ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرسته وشوه.

 د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو‌ایف‌پي) په زابل کې له ۵ زره ۱۲۵ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وکړه.

د زرغون کندهار د بيا ودانولو موسسې ( GKRO)- چې د دغې مرستې د وېش مسوولیت لري – مشر محمد نور ناخېل پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د زابل په مرکز کلات کې پر ۵ زره ۱۲۵ اړو کورنیو ۲۲ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې چې هرې کورنۍ ته ۴۳۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

هغه زیاته کړه، دغه اړې کورنۍ د هغې سروې په پایله کې د نغدي مرستې مستحقې پېژندل شوې وې چې څه موده مخکې په کلات ښار کې کلي په کلي او جومات په جومات شوې وه.

دی وايي، دا کورنۍ به وکولای شي چې په ترلاسه کړې مرسته تر یوه حده خپلې اړتیاوې پوره کړي.

نوموړي خبر ورکړ چې په نږدې راتلونکې کې به د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ په مرکز کلات او یو شمېر ولسوالیو کې سلګونه کسان د خوراکي توکو په بدل کې پر کار هم وګومارل شي.

په میدان وردګو کې هم نن پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له خوا د دغه ولایت په کچه د ټولو ولسوالیو له ۵۰۰۰  سیلاب‌ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې وېش پیل شو.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف‌الدین مسلم رسنیو ته وویل چې نن له ۷۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه او په راتلونکو درې څلورو ورځو کې به ټولو ۵۰۰۰ کورنیو ته دغه مرستې ووېشل شي.

د هغه په وینا، هرې کورنۍ ته به ۵۰ کیلوګرامه اوړه او د روغتيايي توکو یوه بسته ورکړل شي.

د یو بل خبر له مخې په کاپيسا کې هم نن له ۳۰۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوه.

د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال پژواک ته وویل چې دغه مرسته پېښو ته د رسېدنې وزارت له خوا د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شوې او هرې کورنۍ ته یوه ۵۰ کیلويي بوجۍ وريجې ورکړل شوې دي.

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.