ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس اوسېدونکي: د کانونو عواید دې د رغنیزو پروژو پر پلې کېدو ولګول شي

د بادغیس اوسېدونکي: د کانونو عواید دې د رغنیزو پروژو پر پلې کېدو ولګول شي

author avatar
10 Oct 2022 - 15:52
د بادغیس اوسېدونکي: د کانونو عواید دې د رغنیزو پروژو پر پلې کېدو ولګول شي
author avatar
10 Oct 2022 - 15:52

قلعه‌نو (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۱): د بادغیس ځيني اوسېدونکي په دغه ولایت کې د کانونو استخراج پر پیلېدو خوښ دي او له سرپرست حکومته غواړي چې له دغه مدرکه لاسته راغلي عواید دې د دغه ولایت د اړتیاوو رفع کولو او د رغنیزو پروژو پلې کولو برخو کې ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې ۱۹ ورځې مخکې، د یاد ولایت په اب‌کمري ولسوالۍ کې د فلورایټ یو کان پرانیستل شو او د استخراج چاري یې پیل شوې.

د پژواک د یوه راپور له مخې، د بادغیس ولایت د کانونو امریت سرپرست سید شمس‌الدین نظامي ویلي چې یو ټن فلورایټ په دوه میلیون افغانیو پلورل کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ګچو د یوه کان په ګډون څلور نور کانونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او ترې ګټه اخیستل کېږي او په یاد ولایت کې شاوخوا ۲۰ نور کوچني او لوی کانونه شته چې د هغو د سروې او اروزنې لومړني کارونه روان دي.

د بادغیس ځيني اوسېدونکي که څه هم په دغه ولایت کې د زیربنایي پروژو د نه عملي کېدو له امله شکایت لري؛ خو د ځينو کانونو د استخراج پر چارو خوښ دي او له سرپرست حکومت غواړي څو د کانونو عواید د دغه ولایت د عمده ستونزو د هوارولو په برخه کې مصرف شي.

د قلعه‌نو یوه اوسېدونکي محمدرفیق پژواک خبري اژانس ته ویل: «له بده‌مرغه چې په بادغیس کې هيڅ کار نه دی شوی، نه سم روغتون لرو، نه زموږ سړکونه جوړ شوي او همداسې لسګونه نورې ستونزې لرو.»

نوموړي یادونه وکړه چې بادغیس ولایت د رغنیزو پروژو پلې کېدو ته اړتیا لري او حکومت باید د کانونو له عوایدو دغو برخو ته پاملرنه وکړي.

په دغه حال کې، د بادغیس یو بل اوسېدونکي عبدالناصر د کانونو پر استخراج د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وایي، د دغو کانونو له عوایدو څخه باید د یاد ولایت ستونزو ته رسېدنه وشي.

نوموړی زیاتوي: «د قلعه‌نو ښار ټول سړکونه او کوڅې پخولو ته اړتیا لري او د ولسوالیو ډېری لارې خامې دي.»

په ورته وخت کې، کارپوهان هم ټينګار کوي چې له کانونو ترلاسه کېدونکي عواید باید د رغنیزو او پراختیایي پروژو برخو کې مصرف شي.

د بادغیس پوهنتون استاد عیدي محمد عثماني وایي: «له هغه ځایه چې کانونه د هېواد د ټولو حال او راتلونکو نسلونو اړوند دي، باید په داسې ځای کې مصرف شي چې راتلونکو نسلونو ته یې هم ګټه ورسېږي.»

د نوموړي په خبره، ډېرې پیسې باید پر عادي لګښتونو او مصرفي پروژو ونه لګول شي.

هغه زیاتوي: «د کانونو په پیسو باید په هغو ځایونو کې پانګونه وشي چې اصلي پانګه نه بلکې د هغې ګټه په عادي مصارفو او نورو مصارفو کې مصرف شي.»

په همدې حال کې د بادغیس والي عبدالصمد جاوید وایي: «دولت په دې اړه یو ځانګړی کمېسیون لري، څو د کانونو پیسې په سمو ځایونو کې ولګوي.»

د نوموړي په خبره، دغه پیسې په هغو ځایونو کې مصرفېږي چې خلک ورته اړتیا لري.

هغه زیاتوي: «اسلامي امارت هڅه کوي دغه پیسې څو په هر ځای چې خلک اړتیا ولري او هره هغه پروژه چې اړتیا یې وي، ولګول شي.»

نوموړي هیله وښوده چې د هېواد له ډېری کانونو څخه استفاده وشي او د هغو له عوایدو دې د هېواد د وګړو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې ګټه واخیستل شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.