کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۱): کابینې د ۱۳۸۹ کال له پیله تر ۱۴۰۱ هجري لمریز کال پورې د نقلیه وسایطو مالیاتي جرایم سل سلنه معاف کړي او د دغو وسایطو د باقیاتو لپاره یې په څلور کټګوریو کې تخفیف منظور کړی دی.
دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې کړې دي.
د ۱۳۸۹ کال له پیله د ۱۳۸۹ کال تر پای پورې
سرچینې لیکلي، ټول هغه نقلیه وسایط لکه، موټرسایکل، ریکشا، ټکسي، بس، لارۍ، لوی باروړونکي وسایط، ساختماني نقلیه وسایط او زراعتي تراکتورونه چې باقیات او نغدي جریمې د ۱۳۸۹ کال له پیله د ۱۳۸۹ کال تر پای پورې لري، ۱۰۰ سلنه معاف ګڼل کېږي.
د ۱۳۹۰ کال له پیله تر ۱۳۹۳ کال پورې
په خبرپاڼه کې راغلي، کوم نقلیه وسایط چې په لومړۍ فقره کې شامل دي، د یادو کلونو په اوږدو کې یې مالي جریمې ۱۰۰ سلنه او مالي باقیات یې ۶۰ سلنه معاف ګڼل کېږي، خو د ۴۰ سلنه ترافیکي محصولاتو او د مالي باقیاتو پر ورکړې مکلف دي.
د ۱۳۹۴ کال له پیله تر ۱۳۹۷ کال پورې
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، هغه نقلیه وسایط چې په لومړۍ فقره کې یاد شوي، د یادو کلونو په اوږدو کې یې مالي جریمې ۱۰۰ سلنه معاف، مالي باقیات یې ۵۰ سلنه معاف ګڼل کېږي او د ۵۰ سلنه ترافیکي محصولاتو او مالي باقیاتو پر ورکړې مکلف دي.
د ۱۳۹۷ کال له پیله تر ۱۴۰۱ کال پورې
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، هغه نقلیه وسایط چې په لومړۍ فقره کې شامل دي د یادو کلونو په اوږدو کې یې مالي جریمې ۱۰۰ سلنه او مالي باقیات یې ۴۰ سلنه معاف ګڼل کېږي، خو د ۶۰ سلنه ترافیکي محصولاتو او مالي باقیاتو پر ورکړې مکلف دي.
د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي، هغه کسان چې بې اسناده او کیڼ لاسي نقلیه وسایط لري، اړ دي چې د خپلو اسنادو د مراحلو طی کولو لپاره د (ون سټاپ شاپ) مرکز ته ورشي او له طی مراحلو وروسته دې د خپلو ګمرکي اسنادو د نوملیکنې لپاره د ترافیکو مسؤولینو او د پلیټ او جواز سیر لپاره دې اړوند مرکز ته مراجعه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP