ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه پیل شوه، افغانستان یې په اجنډا کې نشته

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه پیل شوه، افغانستان یې په اجنډا کې نشته

author avatar
13 Oct 2022 - 03:35
د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه پیل شوه، افغانستان یې په اجنډا کې نشته
author avatar
13 Oct 2022 - 03:35

اټلانټا (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۱): بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه، اوکراین یې د اجنډا مهمه برخه ده، خو پر افغانستان خبرې نه کېږي.

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو مطبوعاتي دفتر یوه غړي پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغانستان د دې دوه ورځنۍ غونډۍ په  اجنډا کې نه دی شامل.

خو سرچینې زیاته کړې چې دوی د افغانستان حالات څاري.

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) پیل شوه چې دوه ورځې به دوام ولري.

د دغه سازمان سرمنشي جینز سټولټنبرګ له غونډې مخکې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ګډونوال به تر ډېره د دغه سازمان پر امنیت سلا مشورې ولري.

هغه زیاته کړې چې له تېرو څو اونیو راهیسې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته سختې جګړې پیل شوې دي.

د ناټو سرمنشي وویل چې د اوکراین د دفاع وزیر هم په دې ناسته کې ګډون کوي.

دی وایي، ناټو سازمان به د اوکراین د دفاع وزیر ته یو ځل بیا له خپل لوري د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړي.

Views: 84

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.