ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دایکنډي کې څه باندې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

په دایکنډي کې څه باندې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

author avatar
13 Oct 2022 - 12:33
په دایکنډي کې څه باندې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده
author avatar
13 Oct 2022 - 12:33

نیلي (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۱): په دایکنډي کې برک موسسې د «ابادۍ پروژې» په پیلېدو سره ۲۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په یاد ولایت کې د افغانستان برک موسسې ولایتي مسوولین وايي، د «ابادۍ پروژې» تر نوم لاندې د کرنې، روغتیا، فن او حرفوي پروګرامونو په پیلولو سره یې د دغه ولایت ۲۴۰ نارینه او ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په دايکنډي کې د برک موسسې رییس عوض‌علي پويا وويل، دغه پروګرامونه به د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته د دغه ولايت په دوو، نيلي او پاتو ولسواليو کې پلي شي.

هغه زياته کړه، له دغو ٢٤٠ کسانو سره به د کرنې او حرفې په برخو کې مرسته وشي او له شپږو مياشتو زده کړو وروسته به ورته د کار وسايل او اسانتياوې هم برابرې شي.

هغه وويل، ٨٠ ښځې د چرګانوساتنې په برخه کې، ٤٠ نارينه او ښځې د خياطۍ، ٤٠ نارينه د مرخېړیو د توليد، ٤٠ نارينه د شاتو د توليد او ٤٠ نورې ښځې د مالدارۍ په برخه کې روزل کېږي او د کار زمينه به ورته برابریږي.

د هغه په ​​وينا، د روغتيا په برخه کې هم د دوى څلور ګرځنده ټېمونه په دوو ولسواليو نيلي او پاتو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي او پر دې سربېره په يادو ولسواليو کې ۸ روغتيايي مرکزونه هم ترمیم او سمبال شوي دي.

پویا وویل، دغه راز دوی د جوماتونو او ملا امامانو د ملاتړ په موخه په یادو ولسوالیو کې د ۳۰ جوماتونو لپاره مجهز سولري سیسټمونه هم فعال کړي دي.

د برک موسسې یاد مسوول وويل چې د فعاليتونو بله برخه یې له ځوانانو ملاتړ دى چې په دې برخه کې یې د دغه ولايت له ځوانانو د کار پيدا کولو ١٠٠ طرحې ترلاسه کړې چې مالي تلاتړ به یې وشي. دغه راز ٣٥ سوداګرو او متشبثو مېرمنو هم مالي ملاتړ ترې اعلان کړی څو د خپلو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره له اقتصادي ستونزو سره مخ نه شي.

په دايکنډي کې د برک موسسې رییس وويل چې د يادو پروژو فعاليت دوه‌نيمې مياشتې مخکې پيل شوى او اوس يې د پلې کېدو پړاو ته رسېدلې دي.

سربېره پر دي، په دایکنډي کې حکومتي مسوولین د دغه بنسټ د فعالیتونو ستاینه کوي.

د دايکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس سيد مصطفى صالح په دغه ولايت کې د برک موسسې د پروګرامونو ستاينه کوي او وايي، هيله لري چې د دغو پروګرامونو په پلي کېدو سره به د کورنيو د ژوند په ښه والي کې مثبت بدلون راشي.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.