اټلانټا (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت وایي، امریکا د ښځو د زدهکړو ځنډ په پلمه د اسلامي امارت د مشرانو پر سفرونو د بندیز اعلان د افغانستان له ملت سره د خواخوږۍ له مخې نه کوي، بلکې د نورو اهدافو لپاره ورته پلمې لټوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې مخکې د نجونو نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ، د افغانستان د سرپرست حکومت هغه مشران او مسوولین چې د نجونو ښوونځیو په تړلو کې لاس لري، پرې د ویزو او سفرونو محدودیتونه لګوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د تلې په ۲۲مه ټویټر کې لیکلي، افغانستان یو خپلواک او مستقل هېواد دی او د افغانستان اسلامي امارت مستقل، د خپلې ارادې خاوند او خپلو دیني او کلتوري ارږښتونو ته ژمن نظام دی.
هغه زیاته کړې : «اسلامي امارت د خپل نظام د چلولو لپاره په سیاسي، فرهنګي، اجتماعي، اقتصادي او تعلیمي برخو کې خپل اصول لري او د هغه له مخې، د خپل ولس د ژوند د ټولو برخو پر مخ بېول او مشکلات یې حلول خپل مسوولیت او مکلفیت بولي؛ بناءً هېچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ د نظام په کومه برخه کې مداخله وکړي.»
مجاهد ویلي، لکه څرنګه چې د افغانستان اسلامي امارت د بل هیڅ کوم هېواد په کورنیو موضوعاتو کې لاسوهنه نه کوي، له نورو ټولو لرو او نږدې هېوادونو څخه ورته تعامل خپل حق بولي او ورنه غوښتنه یې کوي.
هغه وایي، امریکا د ښځو د زدهکړو د ځنډ په پلمه د اسلامي امارت د مشرانو پر سفرونو د بندیز اعلان د افغانستان له ملت سره د خواخوږۍ له مخې نه کوي، بلکې د نورو اهدافو لپاره ورته پلمې لټوي.
Views: 76
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن