اټلانټا (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۱): د ایران د بشري حقونو یوې ډلې اعلان کړی چې په وروستیو اعتراضونو کې د ایران امنیتي ځواکونو له لوري تر اوسه ۲۲۴ کسان وژل شوي دي.
د هرانا په نوم د ایران بشري حقونو یادې څارونکې ډلې پرون (جمعه، د تلې ۲۲مه) د دغه هېواد په ټولو سیمو کې اعتراضونو کې د مرګژوبلې تازه ارقام خپاره کړي دي.
يادې ډلې ويلي چې د روان لمریز کال د وږي له ۲۹مې بیا د تلې تر ۲۱مې پورې په لاریونونو کې ۲۲۴ کسان وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۲۳ یې له اتلس کلونو د کم عمر کسان دي.
بلخوا د بښنې نړۍوال سازمان وايي، په وروستۍ میاشت کې د ایران د پراخو اعتراضونو په لړ کې د وژل شوو لسګونو کسانو ډله کې لږ تر لږه ۲۳ ماشومان هم شامل دي.
په ایران کې تېره میاشت د دغه هېواد د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني په نوم یوې پېغلې له مړینې وروسته پراخ اعتراضونه پیل شوي او د ښوونځیو زدهکوونکي هم له دغو اعتراضونو سره یو ځای شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP