ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایران لاریونونو کې تر اوسه ۲۲۴ کسان وژل شوي

د ایران لاریونونو کې تر اوسه ۲۲۴ کسان وژل شوي

author avatar
15 Oct 2022 - 03:26
د ایران لاریونونو کې تر اوسه ۲۲۴ کسان وژل شوي
author avatar
15 Oct 2022 - 03:26

اټلانټا (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۱): د ایران د بشري حقونو یوې ډلې اعلان کړی چې په وروستیو اعتراضونو کې د ایران امنیتي ځواکونو له لوري تر اوسه ۲۲۴ کسان وژل شوي دي.

د هرانا په نوم د ایران بشري حقونو یادې څارونکې ډلې پرون (جمعه، د تلې ۲۲مه) د دغه هېواد په ټولو سیمو کې اعتراضونو کې د مرګ‌ژوبلې تازه ارقام خپاره کړي دي.

يادې ډلې ويلي چې د روان لمریز کال د وږي له ۲۹مې بیا د تلې  تر ۲۱مې پورې په لاریونونو کې ۲۲۴ کسان وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۲۳ یې له اتلس کلونو د کم عمر کسان دي.

بلخوا د بښنې نړۍوال سازمان وايي، په وروستۍ میاشت کې د ایران د پراخو اعتراضونو په لړ کې د وژل شوو لسګونو کسانو ډله کې لږ تر لږه ۲۳ ماشومان هم شامل دي.

په ایران کې تېره میاشت د دغه هېواد د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني په نوم یوې پېغلې له مړینې وروسته پراخ اعتراضونه پیل شوي او د ښوونځیو زده‌کوونکي هم له دغو اعتراضونو سره یو ځای شوي دي.

Visits: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.