Language

مولوي عبدالکبیر: د یوې لویې مشورتي شورا پر جوړولو کار روان دی

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې د یوې لویې مشورتي شورا پر رامنځته کېدو کار روان دی.

له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال اوتنبایوا ته د نوي ماموریت مبارکۍ ویلو ترڅنګ ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو ښه کولو په برخه کې د یوناما د ونډې او رول ستاینه کوي او د ژمي له راتلو مخکې یې د لا زیاتو بشري مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه.

روزا اوتنبایوا له پخوانیو چارواکو سره د اسلامي امارت د تماس کمېسیون کارونه وستایل او هېواد ته یې د متخصصینو او مسلکي کسانو پر راستنولو ټینګار وکړ.

login or register a new account.