منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۸ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مولوي عبدالکبیر: د یوې لویې مشورتي شورا پر جوړولو کار روان دی

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۰۸ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې د یوې لویې مشورتي شورا پر رامنځته کېدو کار روان دی.

له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال اوتنبایوا ته د نوي ماموریت مبارکۍ ویلو ترڅنګ ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو ښه کولو په برخه کې د یوناما د ونډې او رول ستاینه کوي او د ژمي له راتلو مخکې یې د لا زیاتو بشري مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه.

روزا اوتنبایوا له پخوانیو چارواکو سره د اسلامي امارت د تماس کمېسیون کارونه وستایل او هېواد ته یې د متخصصینو او مسلکي کسانو پر راستنولو ټینګار وکړ.

نوموړې زیاته کړه: «د ژمي له راتلو وړاندې کار کوو چې د افغانستان لپاره اړینې بشري مرستې جلب کړو، خو د اسلامي امارت له رهبرۍ یې مېرمنو ته د کار او زده‌کړو د لا زیاتې زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.»

هغې د بیان ازادي او د رسنیو فعالیت د ملت او حکومت ترمنځ د اړیکو پیاوړي کولو مهم شرط یاد کړ او زیاته یې کړه، په ګډه کار کوي څو افغانستان له اوسني حالته وایستل شي.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال وویل، دا مهال د پخوانۍ ادارې ۵۰۰ زره مامورین او مسلکي کسان په ادارو کې پر دندو بوخت دي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه:  «زموږ حکومت همه شمول دی، د مختلفو قومونو استازي په مختلفو برخو کې پر دندو بوخت دي، اسلامي امارت د شرعي اصولو په چوکاټ کې د ښځو د کار او زده‌کړو مخالف نه دی او تر شپږم ټولګیو پورته د نجونو ښوونځيو پرانیستو لپاره هم مشورې روانې دي.»

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، سمدستي رهبري شورا او د کابینې غونډه په لویو مسایلو کې د اسلامي امارت رهبرۍ ته مشورې ورکوي او د یوې لویې مشورتي شورا پر رامنځته کېدو هم کار روان دی.

روزا اوتونبایوا چې د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشره پاتې شوې، څه موده مخکې په افغانستان کې د یوناما مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وټاکل شوه او د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست